په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۱۵ میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه نیټه ائتلافي دولتونو چې غوښتل عثماني امپراتوري د لومړۍ نړۍوالې جګړې نه بهر کړي د جنګي کښتیو سره د چناق قلعه د تنګي نه د تیریدو هڅه وکړه خو بریالي نشو. د انګلستان او فرانسې د دولتوتو جنګي کښتیو د مارچ په ۱۸ مه نیټه په عثماني ځواکونو برید وکړ چې په نتیجه کې د ډیرې سترې سختې ماتې سره مخامخ شول. ائتلافي ځواکونو پدې برید کې ډیره ستره ضربه ولیده. د ترکیې ځواکونو د ائتلافي ځواکونو ۳ زریهدارې جنګي کښتۍ په سمندر کې ډوبې کړې او ۴ کښتیو يي ډیر ستر زیان ولید او د جګړې نه ووتې. ائتلافي ځواکونو چې په سمندري ځواکونو کې ډیره ستره ماتې وخوړه او پدې پوه شول چې د سمندري جګړې له لارې بريالي کیدای نشي د پلو ځواکونو سره يي د برید پریکړه وکړه. هغوې د ګالیبولو د نیمه ټاپو د اشغالولو پریکړه وکړه چې پدې ډول يي د اپریل په ۲۵ مه نيټه په ګالیبولو برید وکړ.
///////////////////////
د ۱۹۶۲ میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه نيټه د الجزایر د ملي استقلال جبهې په ۱۹۵۴ م میلادي کال کې پیل کړی مقامت او وروسته رامنځته شوې کورنۍ جګړه د فرانسې او مقامت کوونکي ترمنځه د تړون په لاسلیکولو سره پایته ورسیده. پدې اته کلنه کورنۍ جګړه کې نږدې ۲۵۰ تنه الجزایر وګړو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان الجزایر خلکو د جولای په پنځمه نیټه خپلواکي اعلان کړه.
/////////////////////
د ۱۹۲۲ میلادي کال د مارچ په ۱۸ مه نيټه په سویلي افریقا کې تورپوستو ته د مساوي حقونو د ورکولو په خاطر د اساسي قانون تعدیل یواځې د سپین پوستو په ګډون په ترسره شوې ټولپوښتنه کې ومنل شو.