په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۱۹ میلادي کال د مارچ په ۱۶ مه نیټه ائتلافي دولتونو د عثماني امپراتورۍ پلازمینه استانبول رسمآ اشغال کړه. اشغالګرو ځواکونو د سهار په وختي ساعتونو کې د استانبول د شهزاده باشي په قره قول یرغل وکړ او په بې وسلو سرتیرو يي ډزې وکړې. پدې پيښه کې ۴ تنه سرتیري شهیدان او لس تنه نور ټپیان شول.
د ۱۹۲۱ میلادي کال د مارچ په ۱۶ مه نیټه د خپلواکۍ د جګړې پر مهال د اینونو د جګړې د لومړي بري نه وروسته د ترکیې د ملي شورا د حکومت او شوروي اتحاد ترمنځه د مسکو معاهده لاسلیک شوه. شوروي اتحاد د مسکو د معاهدې سره د انقرې حکومت په رسمیت وپیژنده.
د ۱۹۶۸ میلادي کال د مارچ په ۱۶ مه نیټه د ویتنام د جګړې پر مهال امریکايي ځواکونو په هم مهاله توګه د ویتنام د مای لای، مای خي او سن مي په کلو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۳۴۷ تنه ملکي وګړي په قتل ورسول. په تاریخ کې د مای لای د عام وژنې په توګه د ثبت شوې دې پیښې په اړه د امریکا د یو سرتیره پرته بل هیچا ته کومه سزا ورنکړل شوه. په همدې ورځ د امریکا ولسمشر جانس ویتنام ته د ۵۰ زرو تازه دمو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه.
د ۱۹۸۸ میلادي کال د مارچ په ۱۶ مه نیټه د عراق پوځ د نوموړي هیواد په شمال کې د حلپچه په کلي د کیميايي ګازو برید وکړ. پدې برید کې نږدې ۵ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړ او تر سلو زرو تنو ډیر ملکي وګړي ټپیان شول. د صدام حسین د حکومت د نسکوریدو نه وروسته د عراق د جزا عالي محکمې د حلپچه قتل عام د نسل وژنې په توګه اعلان کړه.