په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
د ۱۹۲۱ میلادي کال د جنوري په شلمه نيټه د ترکیې جمهوریت لومړنی اساسي قانون
( تشکیلات اساسیه ) د ملي شورا لخوا تصویب شو. دې اساسي قانون چې ۲۴ مادې درلودې د قوو ترمنځه په همکارۍ او یووالي پکې ټینګار شوی وو.
د ۱۹۸۱ میلادي کال د جنوري په شلمه نيټه د ایران او امریکا ترمنځه د اسیرانو بحران پایته ورسید.
ایران پدې تاریخ ۵۲ تنه امریکايي وګړي د ۴۴۴ ورځو اسارت نه وروسته خوشې کړل.
د ۱۹۹۰ میلادي کال د جنوري په شلمه نيټه پخواني شوروي اتحاد د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د تشنج او تاوتریخوالي د رامنځته کیدو نه وروسته سره ځواکونه باکو ته داخل کړل. د شوروي ددې یرغل پر مهال چې په تاریخ کې د یانور قتل عام په توګه ثبت شوی دی څه باندې سلو تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۸۰۰ تنه اذربایجان ترکان ټپیان شول.
د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري په شلمه نيټه د سوریې نه ترکیې ته د ترهګرۍ د ګواښ د کچه د لا لوړیدو او په سیمه کې د هرې ورځې په تیریدو سره د بې استقرار د زیاتیدو له امله ترکیې د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتونو څانګې په نامه پوځي عملیات پیل کړل.