په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

1340743
په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي

د ۱۷۹۸ میلادي کال  د جنوري په ۱۹ مه نيټه  د سوسیالوژۍ بڼسټګر  او د مثبت ګرايي د جریان  مخکښ اګوستې کومتي د فرانسې  مومنتپیلر په ښار کې وزیږید. هغه  د سوسیالوژۍ  د علم  بڼسټ  ایښی  دی.

۲۰۱۲ میلادي کال  د جنوري په ۱۹ مه نيټه  په ترکیه  ولسمشر  د خلکو د ازادو رایو سره د ټاکل کیدو په خاطر  د ولسمشرۍ د ټاکنې قانون  د ترکیې د ملي شورا لخوا تصویب شو. پدې قانون کې د ولسمشر کاري دوره  ۵ کاله وټاکل شوه.

د ۲۰۱۳ میلادي کال  د جنوري په ۱۹ مه نيټه  د بلغاریا د حق او ازادیو د غورځنګ  مشر احمد دوغان د یو ترهګري برید نه  وژغورل شو. ویل کیږي  برید کوونکي چې غوښتل  په دوغان  ډزې وکړي  وسله يي  ونخته  او ډز يي ونکړ. برید کوونکی  په سالون کې د  امنیتي کسانو لخوا ونیول شو.

 



اړوند خبرونه