په تاریخ کې نن ورځ څه تیر شوي
په تاریخ کې نن څه تیر شوي
د ۱۶۰۱ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د تریاکي حسن پاشا تر قومندۍ لاندې عثماني ځواکونو د کانیژه قلعه چې د ځانګړي ستراتیژیک اهیمت نه برښمنده وه فتحه کړه.
د ۱۸۶۵ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه امریکايي لیکوال ساموئل لانګورن کلیمنز مشهور په مارک توین لومړنی اثر ټوپ وهونکې چونګښه خپور شو.
////////////////////////
د ۱۹۲۷ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د استانبول د راډیو نه وروسته د انقرې راډیو په خپرونو پيل وکړ.
////////////////////
د ۱۹۲۸ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د والټ دیسني لومړنی د میکي موز فلم نندارې ته وړاندې شو.
//////////////////
د ۱۹۳۳ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه په عثماني امپراتورۍ کې جوړ شوی د دارالفنون په نامه پوهنتون د استانبول د پوهنتون تر نامه لاندې په فعالیت پيل وکړ. د استانبول پوهنتون په اروپا کې تحصیل کړو عالمانو او د نازي افراطيانو نه د راتښتیدولو یهودي پروفیسورانو ته خپلې دروازې پرانیستې او د ډیر قوي کدر سره په فعالیت پیل وکړ.
/////////////////
د ۱۹۴۰ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه په ترکیه کې د هوايي بریدونو په مقابل کې د تدبیر په خاطر په ټولو ښارونو او کلو کې د شپې لخوا د څراغونو د نه لګولو پریکړه وکړه.
//////////////////////
د ۱۹۴۱ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د پخواني شوروي اتحاد اړوند یوې تحت البحري کښتۍ د بورګاز په سیمه کې یوه مساپر وړونکې کښتۍ په سمندر کې ډوبه کړه چې پدې پیښه کې ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
////////////////////
د ۱۹۶۷ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه په قبرس کې د ملګروملتونو د سوله ساتو ځواکونو تر کنټرول لاندې د ایرن کوی په کلي کې د یوناني وسله والو ډلو د بریدونو په مقابل کې د قبرس د ترک مجاهدینو ځوابي بریدونه پیل کړل. نښتې ۷ ساعته دوام وکړ . د نښتې پر مهال د ترکیې جنګي الوتکو په سیمه الوتنې پيل کړې او سمدلاسه يی مداخله وکړه.
//////////////////
د ۱۹۷۷ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د مصر ولسمشر انور سادات اسراییلو ته لاړ. سادات لومړنی عرب مشر وو چې د اسراییلو نه يي لیدنه وکړه.
////////////////////
د ۱۹۷۸ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د خلکو د معبد د طریقت غړیو په ټولیزه ټوګه ځان وژنه وکړه. ددې طریقت د ۹۱۴ تنو غړیو مړي چې ۲۷۶ تنه يي ماشومان ول د شمالي افریقا هیواد کویانا د جونیس ټاون ښار ته نږدې په یو ځنګل وموندل شول.
//////////////
د ۲۰۰۷ م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه د اوکراین په ختیځ کې د زسیادکو په سیمه کې په یو معدن کې د رامنځته شوې پیښې له امله ۱۰۱ تنو کارګرانو ژوند د لاسه ورکړ.
//////////////
د ۲۰۱۷ میلادي کال م میلادي کال د نوامبر په ۱۸ مه نيټه ترکیې د وزن اوچتولو نړۍوال قهرمان نعیم سلیمان اوغلو د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله ژوند لاسه ورکړ. هغه نهه ځله نړۍوال او شپږ ځله هم د اولمپیاتو ریکارډونه ماټ کړي وو.