روسیې په مسکو کې د یو خونړي برید د مخنیوی نه خبر ورکړی دی

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې  خبر ورکړی چې په پلازمینه مسکو کې یې پر یوې کنیسه د ترهګریز برید مخه نیولې ده.

2126955
روسیې په مسکو کې د یو خونړي برید د مخنیوی نه خبر ورکړی دی

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې  خبر ورکړی چې په پلازمینه مسکو کې یې پر یوې کنیسه د ترهګریز برید مخه نیولې ده.

 د روسیې د فدرالي امنیت ادارې  رسنیو دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي" د روسیې د فدرالي امنیت ادارې  د یهودانو په یو عبادت ځای کنیسه د برید مخنیوی کړی دی. ددې پيښې په تړاو  د منځنۍ آسیا هیوادونو یوه تبعه نیول شوی دی. نیول شوی کس ۲۲ کاله عمر لري او په مسکو کې په کنیسه د برید پلان جوړ کړی وو.

په بیان کې ویل شوي چې نیول شوي کس  چې د بم لپاره يي مواد هم ترلاسه کړي وو او د کنیسه په شاوخوا کې کشفي فعالیتونه هم ترسره کړي وو.  امنیتي ځواکونو د ترهګرو د نیولو په موخه عملیات ترسره کړل.  "ترهګر د اپریل په ۱۰ د نیول کیدو پر مهال پر امنیتي ځواکونو ډزې هم کړي دي چې وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا له خپو وغورځول شو."

د ویلو ده چې د مارچ په ۲۲ مه نيټه د روسیې  په پلازمینه مسکو کې د "کروکس سټي هال" کنسرټ تالار باندې خونړی برید وشو چې له امله يي په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ او په لسګونو تنه نور ټپيان شول.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو ویدیوګانو کې ښکاریده چې  برید کوونکو په تالار کې هر لوري ته ډزې کولې .

د دغه ترهګریز برید په تړاو تر اوسه ۱۱ کسان نیول شوي . پدې پیښه کې ۱۴۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.


پيوندونه: #مسکو , #روسیه

اړوند خبرونه