په تایوان کې د تیرو ۲۵ کلونو تر ټولو لویه زلزله وشوه.
د تايوان د هوا پيژندنې او د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې دغه زلزله د ريښتر په مقياس د ۷.۲ درجې او ۷.۴ درجې وه، د تايوان په ختيځ ساحل کې د هولين ښار په ۱۸ کيلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
په تایوان کې د تیرو ۲۵ کلونو تر ټولو لویه زلزله وشوه.
دا زلزله چې په جاپان کې هم احساس شوې وروسته د سونامي خبرداری ورکړل شو.
د تايوان د هوا پيژندنې او د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې دغه زلزله د ريښتر په مقياس د ۷.۲ درجې او ۷.۴ درجې وه، د تايوان په ختيځ ساحل کې د هولين ښار په ۱۸ کيلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
له لومړۍ زلزلې وروسته په ۲۰ دقیقو کې د ریښتر په کچه د ۶،۴ درجې په شدت سره دوهمه زلزله د هوالین ښار په ۱۱ کیلومترۍ کې د ۱۲،۶ کیلومترو په ژوروالي کې ثبت شوه. د تایوان د هوا پيژندنې مرکزي ادارې خبرداری ورکړی، چې له زلزلې سره د چین او تایوان سواحلو ته له ۱ تر ۳ مترو لوړ څپې رسیدلی شي. له بلې خوا، د تایوان په ځینو برخو کې بریښنا او انټرنیټ قطع شوي. د سهوا لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د ویلو ده چې پدې زلزله کې د ۷ تنو د وژل کیدو او لږ تر لږه د څه باندې ۷۰۰ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د یادولو وړ ده چې د ۱۹۹۹ میلادي د سپټمبر په ۲۱ مه نيټه په ټایوان کې زلزله رامنځته شوې وه چې له امله يي ۲۴۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او تر ۱۰۰ زرو تنو ډیر ټپیان شوي وو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول