د اسرائیلو په برید کې د وژل شوو انګلیس مرستندویانو هویت اعلان شول

په غزه کې د اسرائیلو په برید کې د وژل شوو مرستندویه ټولنې د کارکوونکو له ډلې څخه د انګلستان د دریو تنو اتباعو هویت اعلان شو.

2124046
د اسرائیلو په برید کې د وژل شوو انګلیس مرستندویانو هویت اعلان شول

په غزه کې د اسرائیلو په برید کې د وژل شوو مرستندویه ټولنې د کارکوونکو له ډلې څخه د انګلستان د دریو تنو اتباعو هویت اعلان شو.

د انګلستان رسنیو په غزه کې فعالیت کوونکي د نړۍوال مرکزي پخلنځي په نامه د مرستندویه ټولنې د ۳ تنو کرکوونکو چې د اسرائیلو په هوایی برید کې وژل شوي هویت اعلان کړ.

ویل کیږي هغه درې تنه چې پدې برید کې ژوند د لاسه ورکړی دی  جان چپمن، جیمز هینډرسن او جیمز کربي دي.

د ویلو ده چې  د نړۍوال مرکزي پخلنځي په نامه مرستندویه ټولنې  کارکونکو تیره ورځ د غزې په دیرالبله سیمه کې د اسرائیلو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نړۍوال مرکزي پخلنځي په نامه  د مرستندویه ټولنې لخوا چې مرکز يي د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې دی له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په غزه کې د اسرائیلو په برید کې  ددوې ۷ تنه کارکوونکي وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې وژل شوي کارکوونکي د  استرالیا، پولنډ، انګلستان، امریکا، کاناډ او فلسطین اتباع وو او دغه ډله د برید پر مهال په دوه زغره والو موټرو کې چې د دغه سازمان لوګو یا نښان  پرې هم شتون درلود سفر کولو.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وويل: "له بده مرغه په ​​دې غمجنه پيښه کې چې د شپې په مهال رامنځته شوه، زموږ ځواکونو په تصادفي ډول د غزې په تړانګه کې بې ګناه خلکو ته زیان رسولی دی، دا ډول پيښې په جګړو کې رامنځته کیږي، موږ به تر پايه په دې اړه څیړننې وکړو. اړونده حکومتونو سره د تماس په حال کې یو او بیا د داسې پیښې د نه تکراریدو په اړه د خپل وس او توانه پورې هڅه کوو."



اړوند خبرونه