بلینکن: اوکراین به بالاخره د ناټو غړی شي، خو د دې لپاره باید اوس یوه روښانه د لارې نقشه وټاکل شي
انتوني بلینکن، چې په یوه رسمي سفر فرانسې ته تللی، له خپل فرانسوي سیال سټیفن سیجورن سره له لیدنې وروسته یوه خبري کنفرانس ته وینا وکړه . هغه وویل چې پدې لیدنه کې کې د کیف ناټو په سازمان کې د اوکراین د غړیتوب په اړه خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې اوکراین به بالاخره د ناټو غړی شي، خو د دې لپاره باید اوس یوه روښانه د لارې نقشه وټاکل شي.
انتوني بلینکن، چې په یوه رسمي سفر فرانسې ته تللی، له خپل فرانسوي سیال سټیفن سیجورن سره له لیدنې وروسته یوه خبري کنفرانس ته وینا وکړه . هغه وویل چې پدې لیدنه کې کې د کیف ناټو په سازمان کې د اوکراین د غړیتوب په اړه خبرې وکړې.
هغه وویل "لکه څنګه چې متحدینو د ویلنیس په سرمشریزه کې (د جولای په میاشت کې) وویل، اوکراین به د ناټو غړی شي. اوس زموږ لپاره مسله دا ده چې د دې لپاره روښانه او د پوهیدو وړ لاړې نقشه وټاکو. زه باور لرم چې د ناټو سرمشریزه به د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت (د جون په میاشت کې) تر ډیره حده په دې تمرکز وکړي چې څنګه موږ کولی شو د دې لارې نقشه بیان کړو، یا هغه پل چې اوکراین وکولی شي د ناټو غړی شي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول