د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته یو روس جوړ موټر ډالۍ کړ.
د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې، ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا مشر کیم ته د دوی د ځانګړې دوستۍ د نښې په توګه د شخصي استعمال لپاره یو روس جوړ شوی موټر ډالۍ کړ.

موټر، چې ماډل یې نه دی مشخص شوی، د کیم خور کیم یو جونګ او د کارګر ګوند د مرکزي کمیټې منشي پاک جونګ چون ته تسلیم شو.
کیم وویل چې دا ډالۍ د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د ځانګړي اړیکې نښه ده او له پوتین څخه یې مننه وکړه.
د شمالي کوریا مشر د سپټمبر په میاشت کې روسیې ته د خپل سفر په جریان کې د پوتین په شخصي اورس سینټ لیموزین کې سپور و. ويل شوي چې له دې ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم ښې شوې دي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول