د هند د سمندري ټرانسپورت د کارګرانو د اتحادیې لخوا اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ

د هند د  سمندري  ټرانسپورټ کارګرانو اتحادیې غړو پریکړه کړې چې اسرائیلو ته د وسلو لیږدونکې کښتۍ بار یا کښته نه کړي.

2104069
د هند د سمندري ټرانسپورت د کارګرانو د اتحادیې لخوا  اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ

د هند د  سمندري  ټرانسپورټ کارګرانو اتحادیې غړو پریکړه کړې چې اسرائیلو ته د وسلو لیږدونکې کښتۍ بار یا کښته نه کړي.

د انډیا ټوډې په وینا، د فبرورۍ په ۱۴ نیټه د اتحادیې لخوا خپره شوې اعلامیه چې نن د رسنیو لاس ته ورغلې ده  د هیواد په ۱۱ لوی بندرونو کې د ۳۵۰۰ تنو کارګرانو استازي اتحادیې د اسرائیلو اړوند د وسلو انتقالوونکو کښتیو د بار او ښکته کولو نه ډډه کړې ده .

اتحادیې پریکړه کړې چې  د ټولو هغه " کښتیو چې د اسرائیلو اړوند وي او که یا د بل هیواد او  د فلسطین د جګړې لپاره وسلې انتقالوي د هغوې بارونه به بار یا ښکته نکړي.

په بیانی کې راغلي دي: «مونږ د ډاک کارګران چې د کارګرانو د اتحادیو برخه یو، تل د جګړې او د بې ګناه خلکو لکه د ښځو او ماشومانو د وژلو خلاف یو. په غزه کې د اسرائیلو وروستي بریدونه په زرګونو فلسطینیانو ته بې حده درد او زیان رسولی دی. ښځې او ماشومان پدې جګړه کې ټوټې ټوټې شوي دي او میندې او  پلرونه نشي کولی خپل ماشومان چې په بمباریو کې وژل کیږي وپیژني."

په بیان کې ویل شوي چې د اتحادیې غړو په ګډه پریکړه وکړه چې د وسلو بار کښتیو کار به ونکړي، نه به دا کښتۍ بار کړي او نه به يي بار ښکته کړي.

"موږ هم د سمدستي اوربند غوښتنه کوو. د مسؤلو متحدینو په توګه، موږ له هغو کسانو سره خپل پیوستون اعلانوو چې د سولې ملاتړ کوي. موږ په ټوله نړۍ کې په کارګرانو او د سولې په مینه والو غږ کوو چې د آزاد فلسطین سره ودریږي."

د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږ تر لږه ۱۲ زره ۶۶۰ ماشومانو او ۸ زره ۵۷۰ ښځو په ګډون ۲۸ زره ۹۸۵ فلسطینیان وژل شوي او ۶۸ زره ۸۸۳ کسان ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه