په تورکیه کې اوکراین سفیر: په پام کې لرو چې په راتلوونکې د تورکیې ملي جنګي الوتکې وپیرو

په انقره کې د اوکراین سفیر واسیل بودنار وویل، هېواد یې د تورکیې د کان د پنځم نسل جنګي الوتکو د انجن په پراختیا کې مرسته کړې او په راتلونکي کې د دغو الوتکو د پېرلو پلان لري.

2103307

بودنار د تورکیې یوه ټلویزیوني چینل ته په خپله وینا کې وویل، اوکرایني کارپوهان د کان تورکي ملي جنګي الوتکې د انجن د پراختیا لپاره کار کوي. دا کومه نوې خبره نه ده. موږ د انجن پراختیا په برخه کې څو تجربه لرونکي شرکتونه لرو.

د اوکراین سفیر بودنار وویل چې د تورکیې جنګي الوتکې به د امریکا لخوا جوړ شوي F-35 او F-22 الوتکو سره سیالي وکړي او دا چې اوکراین پلان لري چې کان الوتکې واخلي او په فعاله توګه وکاروي.

تورکیې په  ۲۰۱۷ کې د ملي جنګي الوتکې پروګرام پيل کړ او  په پام کې ده  چې په ۲۰۲۸ کال کې په فعالیت پيل وکړي.

د تورکيې حکومت  وايي کان الوتکې به په ځينو ځانګړتياوو کې له F-35 څخه ډېرې پرمختللې وي او په راتلونکي کې به د تورکيې په هوايي ځواک کې د امريکا د F-16 الوتکو ځای ونيسي.

اړوند خبرونه