د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني د یامالو نینیټ فدرالي زندان کې ومړ.
ناوالني په زندان کې د پياده روۍ نه وروسته په ناڅاپي توګه وضعیت خراب شو او هوش له لاسه ورکړ چې د ډاکټرانو د مداخلې سره سره ژوند د لاسه ورکړ.
د روسیې د اپوزیسیون مشر الیکسي ناوالني د یامالو نینیټ فدرالي زندان کې ومړ.
ویل کیږي ناوالني په زندان کې د پياده روۍ نه وروسته په ناڅاپي توګه وضعیت خراب شو او هوش له لاسه ورکړ چې د ډاکټرانو د مداخلې سره سره ژوند د لاسه ورکړ.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین اعلان کړی چې د ناوالني د مړینې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
ویل شوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دې اړه خبر شوی دی.
د ناوالني ډله د بیا د هغه د مرګ پړه د مسکو پر ادارې اچوي.
د روسیې د اپوزیسیون مشر د پوتین ضد او د ښي اړخو نظرونو سره مشهور وو.
ناوالني چې په ۲۰۲۱ کال کې له جرمني څخه روسیې ته د ستنېدو پر مهال نیول شوی و، د فساد او افراطیت په تور په ۱۹ کاله بند محکوم شوی وو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول