بایدن : د قانون هغه لایحه به ویتو کړي چې د اوکراین سره مالي مرسته پکې رد شوې ده
د امریکا ولسمشر جو بایډن پلان لري هغه قانون لایحه ویټو کړي چې د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړو لخوا يي ملاتړ کیږي. د قانون په دې لایحه کې له اوکراین پرته یوازې اسرائیلو ته سره مالي مرستې د ورکولو وړاندیز شوی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پلان لري هغه قانون لایحه ویټو کړي چې د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو غړو لخوا يي ملاتړ کیږي. د قانون په دې لایحه کې له اوکراین پرته یوازې اسرائیلو ته سره مالي مرستې د ورکولو وړاندیز شوی دی.
ولسمشر بایدن ویلي دي چې دا به د یوې داسې قانون لایحې نه ملاتړ وکړي چې پکې اوکراین او اسرائیلو دواړو ته د مرستې او همدارنګه د دولت د پولو پیاوړي کولو بودیجه شامله وي.
د سپینې ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې " حکومت کانګرس له دواړو جرګو څخه غوښتنه کوي چې دا سیاسي جنجال رد کړي او سمدستي د ملي امنیت د بیړني غبرګون قانون د دوه اړخیز ملاتړ سره د توشیح لپاره ولسمشر ته واستوي."
د بایډن حکومت استازو د تیرو څو میاشتو راهیسې په سنا کې د دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو غړو سره د هغه قانون لایحې په اړه چې د تیرې یکشنبې په ورځ اعلان شوو په ګډه کار کړی وو. د قانون پدې لایحه کې د اوکراین، اسرائیلو او د هند - آرام سمندر په سیمه کې شریکانو ته مرستې او د امریکا د کډوالۍ پالیسۍ د اصلاحاتو په خاطر د بودیجې د تخصیص غوښتنه کوي.
د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو ګوند غړو اعلان وکړ چې دوی به د سنا دوه اړخیز قانون لایحه رد کړي او پرځای به یې هغه لایحې ته رایه ورکړي چې یوازې اسرائیل ته پکې د مرستې غوښتنه شوې ده .
د استازو مجلس د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو په اکثریت سره د اسرائیلو سره د مرستې قانون تصویب کړ. خو دا قانون د دیموکراتانو تر کنټرول لاندې مشرانو جرګې کې د غور او بحث لاندې هم ونه نیول شو ، ځکه چې سناتورانو د مرستې په پراخه کڅوړه باندې کار کاوه چې د بایډن لخوا کانګرس ته وړاندې شوی وو.
د امریکا ولسمشر جو بایدن په نیواډا کې په خبري غونډه کې د قانون د لایحې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، چې د استازو مجلس ویاند مایکل جانسن ته د مشرانو جرګې د چارو نه د لیدنې او د یو داسې قانون لایحې چې د دواړو ګوندونو لپاره د منلو وړ وي پر اهمیت ټینګار وکړ.