ناروې د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
ناروې ویلي دي که چیرې د جزا نړیواله محکمه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر صادر کړي دوې به دا امر پلی کړي.
![ناروې د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/bcd4/383e/c1c8/60b8b665134ec.jpg?time=1718814030)
ناروې د اسرائیلو پر خلاف یو ډیر مهم ګام اوچت کړ.
ناروې ویلي دي که چیرې د جزا نړیواله محکمه د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یوف ګالنټ د نیولو امر صادر کړي دوې به دا امر پلی کړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایسپین بارت ایدی د جزا نړۍوالې محکمې ته د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزیر ګالنټ د نیولو د غوښتنې په اړه د ناروې مطبوعاتو ته ارزونه وکړه.
ایډی دې ته په اشارې سره وویل ، که چیرې د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا د نتنیاهو او ګالنت د نیولو امر صادر شي ، دوی د ناروې خاورې د راننوتو سره سم هغوې دستګر کړي . ایډی وویل چې ورته کړنلاره به د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس مشر باندې هم پلي شي ، که چیرې د نیولو امر وشي.
ایدي یادونه وکړه چې نور اروپايي اهیوادونو کې هم مجبور دي چې ورته چلند وکړي.
د ویلو ده چې ناروې لومړنی اروپایی هیواد شو چې اعلان یې وکړ چې د نتنیاهو او ګالنټ په اړه د جزا د نړۍوالې محکمې پریکړه به عملي کړي.
د یادولو وړ ده چې د جزا د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان د می په ۲۰ اعلان وکړ چې هغه د محکمې نه د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزیر ګالنټ د ترسره کړو جنګي جرایمو له امله د "نیولو امر" صادرولو غوښتنه کړې.
د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا د جاري شوي بیان له مخې، خان، د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او دفاع وزیر یوف ګالنټ سربیره، د حماس د سیاسي بیورو مشر اسماعیل هنیه، په غزه کې د حماس مشر یحیی سنوار او د حماس د نظامي څانګې مشر محمد القسام لواګانو د مشر ډیف د "نیولو حکم" صادرولو غوښتنه کړې وه.
اړوند خبرونه
![د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/b6c4/67e4/c1e5/66615bc834834.jpg?time=1718814030)
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.