په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۶۴ تنو ته لوړه شوه

په جاپان کې د نوي کال په لومړۍ ورځ د رامنځته شوي زلزلې له امله د مړو شمیره ۶۴ تنو ته لوړه شوه.

2083609
په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۶۴ تنو ته لوړه شوه

په جاپان کې د نوي کال په لومړۍ ورځ د رامنځته شوي زلزلې له امله د مړو شمیره ۶۴ تنو ته لوړه شوه.

د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په زلزله ځپلو سيمو په تېره بيا د واجيما، سوزو، ناناو او هاکوي په ښارونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۶۴ تنو ته لوړ شو. ویل کیږي پدې زلزله کې  لږ تر لږه ۳۶۹ تنه ټپیان شوي دي.

په اشیکاوا ایالت کې ۳۰۴، په تویاما ایالت کې ۳۶، په نیګاتا ایالت کې ۲۱، په فوکوی ایالت کې ۶، ګیفو ایالت کې ۱، ناګانو ایالت کې ۱ تن  ټپیان شوي دي. همداشان په یو زیات شمیر زلزله ځپلو سیمو کې د لټون او ژغورنې چارې هم دوام لري. چارواکو اعلان وکړ چې د زلزلې مرکز ایشیکاوا ایالت کې بریښنا  پرچاوي  او د اوبو ستونزه دوام لري او د یو زیات شمیر لارو او سړکانو د ښویدو او چاودیدو له امله مرستندویه فعالیتونه د خنډ سره مخامخ دي.

ویل کیږي په ډیری زلزله ځپلو سیمو کې خلکو د خوراکي موادو د ستونزو سره مخامخ شوي دي. همداشان په ډیری سیمو کې د برښنا د قطع کیدو او ټیلیفون د شبکو د زیان لیدو له امله د ټيلیفون شبکې له فعالیته  غورځیدلي دي.


پيوندونه: #زلزله , #جاپان

اړوند خبرونه