په نړۍ کې د انسانانو نفوس په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی.

په نړۍ کې د انسانانو نفوس د ۸ میلیارده او ۷۳ میلیونو تنو نه واوښت.

2082922
په نړۍ کې د انسانانو نفوس په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی.

په نړۍ کې د انسانانو نفوس په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی.

په نړۍ کې د انسانانو نفوس د ۸ میلیارده او ۷۳ میلیونو تنو نه واوښت.

د آلمان د نړۍ نفوس بنسټ لخوا په خپور شوې بیان کې ویل شوي چې د نړۍ نفوس به په ۲۰۲۳ کې نږدې ۶۶ میلیون تنه لوړ شوی دی.

د دويچه ويله تورکي ژبې  د خبر له مخي د ۲۰۲۴ كال د پیلیدو سره په نړۍ کې د انسانانو نفوس  ۸ میليارده ۷۳ ميليونه ۸۵۹ زره ۴۰۷ تنو ته رسیدلی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د نړۍ د نفوس په چټکۍ سره د ډیریدو د مخنیوي او یا کلاره کولو یواځنۍ لاره په اوسط ډول د زیږون د کچې راټیټول دي خو په افریقا کې روان وضعیت برعکس دی . د زیږون کچه ښه پسې لوړه شوې ده.

د نوموړي بڼسټ د شمیرو او اټکلونو له مخې په افریقا کې د زیږون وضعیت په همدې شان د دوام په صورت کې تر ۲۰۸۰ کلونو پورې به د افریقا نفوس دوه برابره لوړ شي او دوه نیم میلیاردو تنو ته به ورسیږي.

په خبر کې راغلي دي چې په افریقا کې په کافي توګه د جنسي پوهې نشتوالی، د زیږون د کنټرول د میتودونو نشتوالی او په ټولنو کې د ښځو او نارینو ترمنځه عدم مساوات په چټکۍ سره د نفوس د زیاتوالي یواځنی لامل دی.

د کارپوهانو په وینا، دا منفي اغیزې اکثرا د دې لامل کیږي چې میرمنې په کم عمر کې ډیری ماشومان ولري.‍


پيوندونه: #د نړۍ نفوس

اړوند خبرونه