د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن سبا اسرائیل ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تل ابیب کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې بایډن به د چهارشنبې په ورځ (سبا) اسرائیل ته سفر وکړي.

2052044

بلینکن په دې خبرې سره چې بایډن به په یوه حساس وخت کې دغه هیواد ته ولاړ شي، وویل چې امریکا به د حماس د بریدونو په وړاندې له اسرائیلو سره د پیوستون پیغام ورکړي.

بلینکن یادونه وکړه چې بایډن به په اسرائیل کې هغه دریم ګړو لوبغاړو په ښکاره توګه دغه پيغام ورکړي‌ چې د اوسني‌ بحران نه په استفادې سره پر اسرائیلو د برید هڅه ونکړي.

بلنکن د دې په بیانولو سره چې بایډن به د حماس لخوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د اسرائیلو سره هم نږدې او همغږی دی . بلینکن وویل چې د امریکا ولسمشر به د خپل سفر په چوکاټ کې د اسرائیلو د جګړې اهدافو او ستراتیژۍ په اړه هراړخیز معلومات هم ترلاسه کړي.

انتوني بلینکن وویل چې جو بایډن به له اسرائیلو څخه معلومات ترلاسه کړي چې څنګه د ملکي تلفاتو د کمولو له لارې خپل عملیات ترسره کړي او څنګه په غزه کې ملکي خلکو ته د بشري مرستو جریان ډاډمن کړي

.بلینکن اعلان وکړ چې متحده ایالتونو او اسرائیلو موافقه کړې چې د مرستندویه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو لخوا د غزې ملکي خلکو ته د بشري مرستو رسیدو لپاره یو پلان جوړ کړي، په شمول د  خوندي‌ زونونو رامینځته کولو .

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل ، دا مهمه ده چې ژر تر ژره غزې ته د مرستو رسول پیل شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن به اسرائیلو ته له خپل سفر وروسته اردن ته ولاړ شي او هلته به له پاچا  دویم عبدالله ، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره وګوري.

پيوندونه: #اسرائیل , #جو بایدن

اړوند خبرونه