د امریکا  متحده ایالتونو، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا مشرانو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړ.

لویدیځو مشرانو له اسرائیلو خپل قوي ملاتړ اعلان کړ

2048671
د امریکا  متحده ایالتونو، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا مشرانو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړ.

 د امریکا  متحده ایالتونو، فرانسې، جرمني، ایټالیا او بریتانیا مشرانو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړ.

د امریکا ولسمشر جوبایډن، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني او د بریتانیا لومړي  وزیر ریشي سناک د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانې  شخړې د حل په موخه  د غونډې نه وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

پداسې حال کې چې مشرانو د اسرائیلو لپاره په خپل کلک ملاتړ ټینګار وکړ، دوی وویل چې دوی په څرګنده توګه حماس غندي.

مشرانو دې ته په اشارې سره چې دوی به اسرائیلو نه  د خپل ځان او د خپلو خلکو د دفاع لپاره د  هڅو ملاتړ وکړي. لویدیځ مشرانو خبرداری ورکړ چې د دې هیواد دښمنان باید له دې بریدونو څخه د ګټې په توګه کار وانخلي.

" موږ به د اسرائیلو د متحدینو او ملګرو په توګه  همغږي پاتې شو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې اسرائیل کولی شي له ځانه دفاع وکړي او بالاخره د یو  سوله ایزې او مدغم منځني  ختیځ سیمې لپاره شرایط رامنځته کولو لپاره به مونږ همغږي  پاتې شو."

د ویلو ده چې د حماس پوځي څانګې، د قسام لوا د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د "اقصی سیلاب" په نوم یې پر اسرائیلو پراخ برید کړی دی. په داسې حال کې چې له غزې څخه د اسرائیلو پر لور زرګونه توغندي توغول شوي، وسله والې ډلې په سیمه کې میشت ځایونو ته ننوتلي دي.

د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی چې د جنګي الوتکو په مرسته یې د غزې تړانګې پر ضد د اوسپنې تورو عملیات پیل کړي دي.

د دواړو غاړو تر منځ په زیاتېدونکي کړکېچ کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



اړوند خبرونه