د اوکراین په اړه د ناټو سازمان د یو چارواکي څرګندونو سخت غبرګون پارولی دی
د ناټو سازمان یوه چارواکي د ناروې د رسنیو سره په مرکه کې د ناټو د عمومي منشي کابینې د مشر سټیان ینسن هغه څرګندونو په اړه چې ویلي وو اوکراین کولی شي روسیې ته د خپلې خاورې د یوې برخې د ورکولو په بدل کې د ناټو غړی شی ارزونې وکړې.
د ناټو سازمان یوه چارواکي د ناروې د رسنیو سره په مرکه کې د ناټو د عمومي منشي کابینې د مشر سټیان ینسن هغه څرګندونو په اړه چې ویلي وو اوکراین کولی شي روسیې ته د خپلې خاورې د یوې برخې د ورکولو په بدل کې د ناټو غړی شی ارزونې وکړې.
دغه چارواکي وویل: "د ناټو دریځ روښانه دی او نه دی بدل شوی. لکه څنګه چې د ناټو مشرانو د جولای په میاشت کې د ویلنیس په سرمشریزه کې ټینګار وکړ، موږ د اوکراین د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کوو او ملاتړ ته به دوام ورکړو."
"موږ به د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړو که څه هم دا څومره وخت ونیسي. موږ د عادلانه او تلپاتې سولې د ترلاسه کولو هوډ لرو. ددې پریکړه به د اوکراین په لاس کې وي چې په کومو شرایطو سوله وکړي.
هغه وویل، «د جګړې د نه تکراریدو په خاطر امنیتي اصلاحات اړین دي.»
د ناروې د ويرډنس ګنګ (VG) د خبر له مخې، د ناټو د عمومي منشي کابينې مشر ينسن د ايرندال په ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل چې اوکراين روسيې ته د خپلې خاورې د يوې برخې د ورکولو په بدل کې کولی شي چې د ناټو غړی شي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسې د ینسن د لید او څرګندونو سره موافق یاست او دا لید تاییدوۍ وویل ، "زه دا نه وایم چې دا باید داسې وي. زه وایم چې دا یو له ممکنه حلونو څخه کیدی شي."
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په مکرر ډول ټینګار کوي چې دا اتحاد د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي، چې غړیتوب یې یوازې له جګړې وروسته ممکن دی، او دا په اوکراین پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې په کومو شرایطو کې سوله وکړي.
د اوکراین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اولیګ نیکولینکو وویل، «د اوکراین د خاورې د یوې برخې د پرېښودلو په بدل کې له ناټو سره د اوکراین د یوځای کېدو خبرې په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.
ویاند وویل: "موږ ګومان کوو چې ناټو د ځمکې په سوداګرۍ کې ښکیل نه دي." او استدلال یې وکړ چې د ناټو دا څرګندونې به د کرملین لاس پیاوړی کړي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول