روسي خبریال د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه مستند فلم چمتو کړی.

روسي خبریال او د تاس خبري اژانس مرستیال میخایل ګوسمان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه مستند فلم چمتو کړی.

2001864
روسي خبریال  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه مستند فلم چمتو کړی.
Mihail Gusman-Erdogan belgesel1.jpg
Mihail Gusman-Erdogan belgesel.jpg

روسي خبریال او د تاس خبري اژانس مرستیال میخایل ګوسمان د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه مستند فلم چمتو کړی.

د ګوسمان مستند فلم چې د TASS او Rossiya-24 ټلویزیوني چینل لخوا تولید شوی په مسکو کې د تورکیې په سفارت کې نندارې ته وړاندې شو.

د دغه مستند فلم په ننداره کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر ګروشکو، په مسکو کې د تورکیې سفیر محمد سمسار، د تاس عمومي مدیر سرګي میخایلوف، د بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتیکو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.

د روسي خبریال ګوسمان چې مخکې له اردوغان سره څلور ځله مرکه کړې ده،  د "فارمولا ولاستي"  یا (د قدرت فورمول) په نامه چمتو شوي مستند فلم کې د اردوغان ژوند، ماشومتوب، په سیاست کې د هغه پرمختګ، د هغه بریالیتوب او د هغه د واکمنۍ په دوره کې د ترسره کړو خدماتو  په اړه معلومات ورکړ شوي‌ دي.

په دې مستند فلم کې د ولسمشر اردوغان د کتاب "یوه ښه نړۍ ممکنه ده" تر سرلیک لاندې مهمې څرګندونې هم شاملې دي چې د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د ریاست په هماهنګۍ په روسي ژبه ژباړل شوی او د اردوغان نظرونو ته یې پام اړولی دی.

د فلم د نندارې نه وروسته  ګوسمان په خپله وینا کې  وویل:

"ولسمشر اردوغان یو ستر سیاستوال دی. تورکیه یو خوشبخته هیواد دی چې داسې مشر لري. هغه یوازې یو لوی سیاستوال نه دی، ددې ترڅنګ یو لوی شخصیت دی، یو لوی کاریزماتیک کس ده. هغه د عصري نړۍ ډیر ښه درکونکی په ډیره  لوړې کچه، ستراتیژیک مفکورې خاوند یو ډیر ښه  سیاسي شنونکی دی. نن د یو مشر په توګه د اردوغان رول نه یوازې په تورکیه، بلکې په ټوله نړۍ کې خورا مهم دی."

ګوسمان د دې په بیانولو سره چې دا مستند فلم په تیرو دوو ورځو کې دوه ځله په دولتي تلویزیونونو کې ښودل شوی او ملیونونو خلکو ته رسیدلی دی، وویل «د روسیې لیدونکو ته د اردوغان وړاندې کول خورا مهم دي، له بده مرغه تورکیه او روسیه  کې خلک د نړۍوالو مهمو مشرانو په اړه کافي‌ معلومات نلري. حتی د خپلو ګاونډیو هیوادونو مشرانو په اړه هم  کافي‌ معلومات نلري.  ترکیه زموږ ګاونډی دی، زموږ ملګری دی، ولسمشر اردوغان له ډیرو کلونو راهیسې په واک کې دی، د هغه بشپړ انځور وړاندې کول او د هغه په ​​اړه حقایق  ویل خورا مهم دي.

ګوسمان وویل چې د امکان په صورت کې به د پنځم ځل لپاره له اردوغان سره مرکه وکړي او د تورکیې خلکو ته یې خپل ژور درناوی څرګند کړ.



اړوند خبرونه