روسیې د اوکراینی‌ ځواکونو د تعرضي‌ برید د په شا تنبولو ادعا کړې ده

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ دونیتڅک سیمه کې د اوکرایني‌ ځواکونو لخوا  د نوودوونیتسکي د کلي د نیولو هڅه شنډ کړه

2001371
روسیې د اوکراینی‌ ځواکونو د تعرضي‌ برید د په شا تنبولو ادعا کړې ده

د روسیې د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ دونیتڅک سیمه کې د اوکرایني‌ ځواکونو لخوا  د نوودوونیتسکي د کلي د نیولو هڅه شنډ کړه. دا  یوه له هغو سیمو څخه ده چې د کیف پر ضد عملیات په کې متمرکز وو. د اوکرایني‌ لخوا  د شپې لخوا ترسره شوی برید په شا وتمبول شو او د اوکراین زغره وال وسایط له منځه یوړل شول.

د روسیې د دفاع وزارت یوه ویدیو هم خپره کړې چې پکې  د سرتیرو لخوا د نیول شوي‌ فرانسوي‌ ټانک نه یادونه کیږي.

 د بله پلوه د اوکراین  د دفاع وزارت مرستیال وزیرې هانا ملیارسیډون د دوشنبې په ورځ وویل چې د کیف ځواکونو په تیرو دوو اونیو کې د خپلو تعرضي عملیاتو په ترڅ کې اته میشت ځایونه ازاد کړي دي.

په سیمه کې نښتې دوام لري.



اړوند خبرونه