د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په بیجینګ کې د خپل چینايي سیال سره ولیدل
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پرون له خپل سيال چن ګانګ سره وکتل.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن چين ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې پرون له خپل سيال چن ګانګ سره وکتل.
د چين د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې، وزير چن ګانګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا اړيکې د ډيپلوماتيکو اړيکو له ټينګېدو راهيسې تر ټولو خراب حالت ته رسېدلي او ويلي يې دي چې دغه حالت د دواړو هېوادونو له ګټو او نړۍوالو توقعاتو سره سمون نه خوري.
هغه د دې په څرګندولو سره چې چين له امريکا سره خپلې اړيکې د ولسمشر شي جين پينګ لخوا د ټاکل شوي اصولو په چوکاټ کې لکه د متقابل درناوي، په سوله ييزه فضا کې د یو بل ترڅنګ ژوند کولو او د متقابلو ګټو د سره پرمخ وړي . دغه اصولو سره د اړیکو ګډه روحیه باید اهداف او سرې کرښه ولرې.
چن ګانګ وويل چې دوی غواړي له امريکا سره باثباته، د وړاندوينې وړ او رغنده اړيکې ټينګې کړي.
"موږ هيله لرو چې امريکا د چين په اړه يو معقول نظر غوره کړي، له چين سره د اړيکو د سياسي بنسټ د ساتلو او د انفرادي غيرمتوقعو پېښو د سمبالولو لپاره په معقول، ارام او مسلکي ډول کار وکړي."
د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې دواړه خواوې باید د بالي په ښار کې د امریکا او چین د مشرانو تر منځ د شوي تفاهم له محتوا او روح سره سم د اړیکو د ودې لپاره هڅې وکړي.
چن ګانګ پر دې په ټينګار سره چې د تايوان مسئله د چين تر ټولو بنسټيزې ګټې، تر ټولو مهمه مسئله او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو تر ټولو څرګند خطر دی، له امريکا څخه يې وغوښتل چې د متحد چين اصولو ته درناوی وکړي او په درې ګونو ګډو مسئلو کې خپل مکلفيتونه ادا کړي. اعلامیې چې د ډیپلوماتیکو اړیکو اساس جوړوي، له مخې باید امریکا د کړو ژمنو له مخې د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د غلط فهمۍ او غلطې محاسبې د خطرونو د مخنیوي لپاره په بیلابیلو ستونزو په برخه کې ارتباطي چینلونو پرانیستې ساتلو او ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
په بیان کې ویل شوي چې وزیر بلینکن په متقابلو اړیکو کې د اندیښنې وړ یو زیات شمیر مسلو او همدارنګه په بین المللي مسلو کې د همکارۍ امکاناتو ته اشاره وکړه چیرې چې ګټې له چین سره یوځای کیږي.
"د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې امریکا به تل د امریکا د خلکو د ګټو او ارزښتونو دفاع کوي او د متحدینو او شریکانو سره به د یوې آزادې، خلاصې نړۍ او د قوانینو پر بنسټ د نړیوال نظم د دفاع لپاره کار وکړي."
په بیان کې یادونه شوې چې بیلینکن چن ګنګ ته د خبرو اترو د دوام لپاره واشنګټن ته بلنه ورکړه.
د دغې غونډې په ترڅ کې دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د لارښود پر اصولو سلا مشورو ته دوام ورکړي، د ګډې کاري ډلې سره په اړيکو کې د ځينو ستونزو د حل، د سوداګرۍ او ښوونې او روزنې په برخو کې د خلکو ترمنځ د متقابل عمل د پياوړتيا لپاره کار وکړ.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول