په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو د پيښې په تړاو ۹ تنه نیول شوي‌ دي.

د یونان په پیلوپونیس ټاپو وزمه کې  د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله  ۷۹ کسانو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

2000575
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو د پيښې په تړاو ۹ تنه نیول شوي‌ دي.

په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو د پيښې په تړاو ۹ تنه نیول شوي‌ دي.

د ویلو ده چې د یونان په پیلوپونیس ټاپو وزمه کې  د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله  ۷۹ کسانو ژوند د لاسه ورکړی او په لسګونو تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د یونان د راډیو او تلویزیون  ادارې ویلي‌ دي‌ چې ددې پيښې په تړاو نهه تنه نیول شوي دي. نیول شوي‌ کسان  د مصر اتباع دي.

په خبر کې ویل شوي چې دغه کښتۍ له مصر څخه روانه وه او د لیبیا په ختیځ کې د طبرق  په بندر کې  له لږ ځنډ وروسته د ایټالیا پر لور روانه شوې وه.

د سیو دی چلډرن په نوم غیردولتي سازمان په خپل ټولنیزې رسنۍ له لارې په خپور کړي‌ بیان کې ویلي چې عیني شاهدانو ویلي چې ښايي شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د کښتۍ په ډوبیدو پيښه ژوند د لاسه ورکړی وي او یا لا درکه شوي‌ وي.

د یونان  مهاجرینو او پناه غوښتنې وزارت د معلوماتو له مخې په ژغورل شویو ۱۰۴ تنو کې ۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي.

د بله پلوه د یونان په پلازمینه اتن کې د لاریون پر مهال د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښته شوې .

مظاهره کوونکو چې پولې پرانیزې  او ستاسې سیستمونه خلک وژنې شعارونه ورکول ددې پیښې مسئولیت د اروپایی ټولنې د مهاجرت په پالیسۍ واچو.

د کب نیولو یوه کښتۍ چې ناقانونه کډوال پکې سپاره وو د یونان په پیلوپونیس کې له ناوارینو څخه ۴۷ سمندري مایل په نړیوالو اوبو کې ډوبه شوه.

په پېښه کې ۷۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۴ کسان ژغورل شوي او کلاماتا بندر ته وړل شوي دي.

د یونان ساحلي ګارد اعلان کړی چې په دغو کډوالو کې ۴۷ سوريايي، ۴۳ مصري، ۱۲ پاکستاني او دوه فلسطینیان دي.

د بله پلوه ټیلیفون زنګ په نامه یوې ملکي‌ ټولنې ویلي‌ دي چې پدې کښتۍ کې نږدې ۷۰۰ تنو ناقانونه کډوالو شتون درلود.

په سمندر کې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.



اړوند خبرونه