شمالي‌ کوریا : ډیر ژر به بله پوځي‌ جاسوسۍ سپوږمه کۍ فضا ته وتوغو

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ  د  هیواد د نظامي جاسوسي سپوږمکۍ د توغولو د ناکامې هڅې په اړه وویل چې دوی به ډیر ژر فضا ته "په سمه توګه" سپوږمکۍ واستوي .

1994067
شمالي‌ کوریا : ډیر ژر به بله پوځي‌ جاسوسۍ سپوږمه کۍ فضا ته وتوغو

د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ  د  هیواد د نظامي جاسوسي سپوږمکۍ د توغولو د ناکامې هڅې په اړه وویل چې دوی به ډیر ژر فضا ته "په سمه توګه" سپوږمکۍ واستوي .

د یونهاپ د راپور له مخې، کیم یو جونګ فضا ته د بالستیک سپوږمکۍ د استولو لپاره د شمالي کوریا د هڅې په اړه د امریکا د  غندنې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود .

کیم یو جونګ په یوه لیکلي بیان کې وویل:

"که چیرې د شمالي کوریا سپوږمکۍ په ځانګړي ډول مخه نیول شوي‌ وي، امریکا او نور هغه هیوادونه چې زرګونه سپوږمکۍ یې توغولي باید وغندل شي. د شمالي کوریا پوځي جاسوسي سپوږمکۍ به په سمه توګه او ډیر ژر وتوغول شي."

هغې دې ته په اشارې سره چې دا خبره په ډاګه شوې ده  چې پوځي جاسوسي سپوږمکۍ ته  د شمالي‌ کوریا لاس رسی  او وړتیا زمونږ  "دښمنان" ډیر زیات ډارولي‌ دي. کیم یو جونګ ټینګار وکړ چې دوی  پدې ډیر ښه پوهیږي‌ چې د کشفي سپوږمکۍ د پراختیا لپاره لا زیاتو هڅو ته  اړتیا لري.

کیم یو جونګ وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  پریکړه لیک چې د شمالي کوریا لخوا د بالستیک ټیکنالوژۍ په کارولو بندیز لګوي په اصل کې د شمالي‌ کوریا  د  فضا د کارولو حق  په ښکاره توګه د خپو لاندې کړی او دا په ښکاره توګه بد ماشي‌ دي.

کیم یو جونګ دې ته په اشارې سره چې دوی د امریکا سره خبرو اترو ته اړتیا نلري ، کوم چې د دوی هیواد پروړاندې "دښمنۍ پالیسي" تعقیبوي .

"موږ به په لا زیات جارحانه دریځ سره د مقابلې په خاطر خپلې لارې ته دوام ورکړو ترڅو دوی پوه شي چې د شمالي کوریا په وړاندې د دښمنۍ پالیسي ددوې سره  مرسته نکوي."

د ویلو ده چې  د شمالي کوریا  دا توغندی  پرون  سهار  د راکټ په سیستم کې  د خرابۍ  له امله  ناکامه شو.

د امریکا متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو هم د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو له ټکنالوژۍ په استفادې د پوځي سپوږمکۍ د توغولو ناکامه هڅه غندلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د اټومي پروګرام له امله د لګول شویو بندیزونو د یوې برخې په توګه، د لارښود میزایل ټیکنالوژۍ په کارولو بندیز لګولی دی.



اړوند خبرونه