پيسکوف: که چیرې اوکراین هر څه ژر زمونږ شرطونه ومني په همدې چټکۍ سره به جګړه ختمه شي
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، هر څومره ژر چې اوکراین زمونږ غوښتنې ومني، په هماغه اندازه ژر به جګړه پای ته ورسېږي.
د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، هر څومره ژر چې اوکراین زمونږ غوښتنې ومني، په هماغه اندازه ژر به جګړه پای ته ورسېږي.
دیمیتري پیسکوف په پلازمېنه مسکو کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه څرګندونو ته غبرګون وښود چې ګواکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ژوند په اړه شک او شبهه لري.
"دا روښانه ده چې زیلینسکي دا غوره ګڼي چې روسیه او پوتین شتون ونلري." پیسکوف ټینګار وکړ چې د کیف اداره باید ومني چې روسیه او پوتین شتون لري.هغه وویل ،
"هرڅومره ژر چې د اوکراین رژیم په دې پوه شي چې روسیه او پوتین شتون لري او څه ژر چې د روسیې ضد کړنو هرڅه لاس واخلي، د اوکراین لپاره به ښه وي."
پیسکوف وویل، اوکراین باید د روسیې غوښتنې وارزوي.
"هرڅومره ژر چې د اوکراین رژیم وښيي چې د روسیې غوښتنو منلو ته چمتو دی او یې پوره کړي ، په همدې اندازه ژر جګړه پای ته ورسیږي . همداشان د اوکراین خلک به هم ددې تراژیدۍ نه هر څه ژر خلاص شي او د ځان په راټولو به پیل وکړي.
دیمیتري پیسکوف لویدیځو هیوادونو لخوا اوکراین ته د روسیې پر خاوره د برید کولو په خاطر د وسلو د ورکول نه هم یادوه وکړه او زیاته کړه چې ، دا مسئله کې په اصل کې دا جګړه یو نوي پړاو ته د داخلولو په معنا ده.
"دا به په دې معنی وي چې جګړه یو بل پړاو ته داخل شي چې البته د اروپا امنیت ته به ښه نه وي.
" ویاند پیسکوف دا هم وویل چې پوتین د ارتودوکس لخوا د ایپیفیني فیستیوال د یوې برخې په توګه یخ اوبو ته ننوتلی، مګر پدې مراسمو کې به د روسیې د ولسمشر کوم عکس یا ویډیو نشر نه شي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول