د ګډو پوځي تمریناتو په اړه د امریکا او سویلي کوریا د ولسمشرانو ضد او نقیض څرګندونې
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي ، چې هېواد یې له جنوبي کوریا سره د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د ګډو تمرینونو د تنظیمولو په اړه خبرې نه دي کړي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي ، چې هېواد یې له جنوبي کوریا سره د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د ګډو تمرینونو د تنظیمولو په اړه خبرې نه دي کړي.
بایډن دا څرګندونې د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول له څرګندونو وروسته کړي چې ویلي یې دي له امریکا سره د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د ګډ پلان او ګډو تمرینونو په اړه خبرې کړي دي.
بایډن، د خبریالانو ته په څرګندونو کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د سویلي کوریا سره د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو په مقابل کې د ګډو تطبیقاتو او پوځي تمریناتو د تنظیمولو په اړه خبرې کړي او که نه؟ وویل ، "نه"
د سویلي کوریا ولسمشر ددې هیواد د Chosun Ilbo ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل، مونږ له امريکا سره د ګډو پلانونو او ګډو تمرينونو په اړه خبرې اترې کړي. د اټومي ظرفيت په برخه کې د اغېزمنې پراخې شوې دفاعي ستراتيژۍ لپاره د امريکا د تماس په حال کې یو او امریکا هم پدې مسئله کې ډیر لیواله دی. "
شمالي کوریا د تیرو کلونو په پرتله په ۲۰۲۲ کې ډیر توغندي وتوغول چې د کوریا په ټاپو وزمه او ختیځ آسیا کې تاوتریخوالی زیات کړي.
د پیونګ یانګ ادارې، په ټولیز ډول له ۹۰ څخه زیات توغندي توغولي، د ۲۰۲۲ کال په نوامبر میاشت کې یوازې په یوه ورځ ۲۳ توغندي وتوغول.
پیونګ یانګ د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ساعتونو کې د بالستیک توغندي ازموینه هم وکړه.