بایدن د سیسي او شیخ تمیم څخه وغوښتل چې حماس د اوربند وړاندیز منلو ته وهڅوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د مصر او قطر له مشرانو سره په خپلو خبرو کې له هغوی وغوښتل چې پر حماس له خپل نفوذ څخه کار واخلي څو په غزه کې اوربند وشي او یرغمل شوي کسان خوشې شي.

2133604

له سپینې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جو بایډن د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

بایډن د غزې په تړانګه کې د اوربند د خبرو اترو په اړه  چې مصر او قطر هم پکې ګډون لري په هراړخیزه توګه  بحث وکړ او په دې مسله کې یې د سیسي او شیخ تمیم له هڅو مننه وکړه.

بایډن دې ته په اشارې سره چې که حماس د مذاکراتو د میز پر سر د اوربند وړاندیز ومني، په غزه کې به سمدستي اوربند وشي، سیمې ته به پراخې بشري مرستې ور ننوځي او په بدل کې به يي  د حماس له خوا یرغمل شوي بندیان خوشي شي.

 بایډن د مصر او قطر له مشرانو وغوښتل چې د اوربند د موافقې په اړه په حماس باندې د د خپل نفوذ نه په استفادې سره دوې دې کار ته اړ کړي.

د ویلو ده چې  د مصر او قطر په منځګړیتوب د اوربند او د دوه اړخیزو بندیانو د تبادلې د موافقې وړاندیز د اپریل په ۲۶ حماس ته وړاندې شو او ویل شوي چې حماس په دې وړاندیز کار کوي او ډېر ژر به ځواب ورکړي.

د اوربند د موافقې د بهیر په اړه، د مصر رسنیو خبر ورکړی چې د حماس پلاوی له قاهرې څخه جلا شوی او مصر به د غزې په تړانګه کې د اوربند د موافقې وړاندیز ته په لیکلي بڼه ځواب ووايي.

اړوند خبرونه