زیلینسکي : روسیې یوازې پرون د اوکراین د خرسون په ښار ۱۶ ځله بمبار کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د روسیې پوځ د ډسمبر په ۱۵مه د اوکراین په خرسون ښار ۱۶ ځله بریدونه کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، د روسیې پوځ د ډسمبر په ۱۵مه د اوکراین په خرسون ښار ۱۶ ځله بریدونه کړي.
زیلینسکي د خپل ټیلیګرام پاڼې له لارې په خپور کړي ورځنۍ ویډیو پیغام کې ویلي چې یوه ښځه چې د سره صلیب د مرستې په نقطه کې رضاکاره وه د خرسون په ښار کې د روسیې د پوځ په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
ولادیمیر زیلینسکي وویل "روسیې د ورځې په اوږدو کې له ۱۶ څخه ډیر ځله خرسون بمبار کړی. یوازې په یوه ورځ کې او دا هره ورځ رامنځته کیږي."
هغه دې ته په اشارې سره چې د دونباس په سیمه کې تاوتریخوالی دوام لري او دلته د میشت ځایونو په بریدونو کې ملکي بنسټونه په نښه شوي، وویل چې روسي ځواکونه د اوکراین د پوځ په وړاندې ناکام شوي دي.
زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې د روسیې له خوا رامنځته شوي ویجاړی مخه باید ونیول شي، د بریدونو د مخنیوي یوازینۍ لار د اوکراین له خاورې د روسیې ایستل دي.
د اوکراین مشر پرون هم ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې د اوکراین د انرژۍ زیربناوې د روسیې د بریدونو په پایله کې زیانمنې شوې، او هغه د اروپايي ټولنې د مشرانو نه د طبیعي ګاز او بریښنا په اخیستلو کې د اوکراین سره د لا زیاتې مرستې کولو غوښتنه کړې وه.