پلټونکې سترګې

پلټونکې سترګې

1906737
پلټونکې سترګې

استانبول اوس د میشیلین ستوريزو رستورانتونو خاوند دی.

دا په نړیواله کچه پیژندل شوی لارښود، چې ۵۳ تورکي رستورانونه پکې شامل دي. دلته پوښنته داده چې دا لارښود  څنګه رامینځته شوی، او دغه  رستورانونه په څه ډول  ستوري ترلاسه کوي څنګه غوره کیږي؟

په انقره کې د TRT سټوډیوګانو  څخه د  تورکیې غږ راډیو اوریدونکو ته سلامونه ... زمونږ د نننۍ خپرونې په برخه کې به د میشیلین لارښود کې د استانبول د ځای په اړه وغږیږو.

میشیلین لارښود چې د تیرو  ۱۰۰ کلونو راهیسې خپریږي، د په نړۍ کې ترټولو غوره رستورانتونه لیست کوي. سږ کال ۵۳ تورکي رستوراتونه هم په لارښود کې شامل شوي دي. د دې ترڅنګ په تورکیه کې لومړی "میشیلین سټار" رستورانتونه هم اعلان شوي دي. دلته پوښتنه داده چې ایا دا لارښود څنګه رامنځته شو؟ د ستورو لپاره رستورانتونه  څنګه غوره کیږي؟

تورکي رستورانتونه اوس د نړۍ په مشهور میشیلین لارښود کې شامل شوي. دا مشهور لارښود څنګه رامنځته شوی دی؟ څومره وخت کیږي چې د میشیلین ستوري ورکول کیږي؟

د استانبول د لارښود په انتخاب کې ۵۳ تورکي رستورانتونه شتون لري. پداسې حال کې چې له دوی څخه ۵ میشیلین ستوري لري ، له دوی څخه ۱۰ بیب ګورمند دي ، یعنی هغه رستورانتونه په ټیټه بیه  مګر د ډیره خوندوره ډوډۍ خپلو مشتریانو ته ورکوي.، همداشان  پاتې ۳۸  یې په نړیواله کچه د لارښود لخوا وړاندیز شوي.

د میشیلین لارښود تاریخ

لومړۍ نسخه د ټایرونو پلور زیاتولو لپاره چمتو شوې وه او په ۱۹۰۰ کال کې خپره شوه.

پدې کې د چلوونکو لپاره سپارښتنې شاملې دي چې څنګه ټایرونه بدل کړي، د استوګنې اختیارونه، او د خوړلو ځایونه.

په ۱۹۲۶ کال  کې، دا پریکړه وشوه چې رستورانتونو ته هم ستورو انعام ورکړي.

د موټر پرزو لپاره اعلانونه لیرې شوي، رستورانتونه د کټګورۍ له مخې جلا شوي.

د ۱۹۲۰ څخه  پریکړه وشوه وپلورل شي.

د میشیلین ستوري معیارونه د لاندې معیارونو پراساس دي:

د موادو کیفیت،

د خوندونو همغږي،

د پخلی کولو تخنیکونو کې مهارت

په ​​پخلنځي کې د شیف شخصیت،

د مینو او د پلټونکو د لیدنې ترمنځ مطابقت.

لکه څنګه چې د شمیر په واسطه د ستورو معنی،

نمبر 1: په خپل کټګورۍ کې یو ښه رستورانت،

2 شمیره: یو غوره خواړه چې ستاسو د لارو بدلولو ارزښت لري،

د شمیره د غیر معمولي خواړو معنی لري چې د ځانګړي سفر ارزښت لري.


پيوندونه: #پلټونکې سترګې

اړوند خبرونه