جرمني ، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا د فلسطین د اشغال لاندې په سیمو کې د جګړو د درولو غوښتنه وکړه
د جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د فلسطین د اشغال لاندې په سیمو کې د روانې جګړې د هر څه ژر د درولو غوښتنه وکړه.
د جرمني، فرانسې، ایټالیا او اسپانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د فلسطین د اشغال لاندې په سیمو کې د روانې جګړې د هر څه ژر د درولو غوښتنه وکړه.
د اروپايي ټولنې د څلورو مخکښو هېوادونو لخوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د روان کال په دننه کې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې په رامنځته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۲۰ فلسطینیان او ۲۰ اسراییلیان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
"مونږ د ختیځ بیت المقدس په ګډون په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې روان کړکېچ د اندېښنې وړ ګڼو."
په اعلامیه کې ویل شوي په سیمه کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د ډیرو زیاتو اندیښنو لامل شوی دی. "دې وضعیت ته په پام سره، د جګړې د زیاتوالي مخنیوی اړین دي. له همدې امله مونږ له ټولو خواوو غوښتنه کوو چې د تاوتریخوالی د کمولو او سولې راوستلو لپاره له هر ډول پاروونکو او یو اړخیز اقداماتو څخه ډډه وکړي."
په اعلامیه کې یادونه شوې چې اسرائیل حق لري چې د وسله والو بریدونو په وړاندې له ځانه دفاع وکړي، خو په دې کار کې باید د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو بنسټونو ته درناوی وکړي، په الف سیمه کې د فلسطیني امنیت کنټرول اسانه کړي او اغیزمنه امنیتي همغږي رامنځته کړي.
په ګډه اعلامیه کې یادونه شوې:
"اوسني تاوتریخوالی مونږ ته یادونه کوي اسرایلیان او فلسطینیان څنګ په څنګ د سولې او ثبات په فضا کې د ژوند کولو لپاره د دوه دولتونو حل پلي کولو لپاره سیاسي لید بیا راژوندي کول یوه اړینه مسئله ده او سوله او امنیت په فضا کې د ژوند کولو تضمینونکې ده. "