په تیرو ۹ کلونو کې په مدیترانه کې ۲۵ زره تنو ناقانونه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی
په تېرو ۹ کلونو کې ۲۵ زره ناقانونه کډوالو د مدیترانې له لارې اروپايي هیوادونو ته د تېرېدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په تېرو ۹ کلونو کې ۲۵ زره ناقانونه کډوالو د مدیترانې له لارې اروپايي هیوادونو ته د تېرېدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې د ۲۰۱۳ کال د اکټوبر په دریمه د مدیترانې په سمندرګي کې د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته څېرمه د ناقانونه کډوالو یوه کښټۍ په سمندر کې ډوبه شوې وه او پدې پيښه کې د ۹ تنو ماشومانو او ۸۳ ښځو په ګډون ۳۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو . که څه هم ددې پیښې او ناورین نه ۹ کاله تیریږي اوس هم په مدیترانه کې د ناقانونه کډوالو وژنې دوام لري.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د مدیترانې څانګې اعلان وکړ چې ۹ کاله مخکې د رامنځته شوې سترې فاجعې نه راپدیخوا په رامنځته شوو پيښو کې د وژل شوو کډوالو شمیره ۲۵ زرو تنو ته لوړه شوې ده .
د نړیوالو سازمانونو لکه IOM، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د معلوماتو له مخې، د شاوخوا ۲۵ زره کډوالو څخه ۲۰ زره یې د مرکزي مدیترانې په سمندر کې اروپا ته د تیریدو په لاره کې مړه شوي.
ویل شوي چې یوازې د روان کال په وروستۍ موده کې په مدیترانه کې ۱۴۰۰ کسان مړه یا لا درکه شوي دي. ۸۴ سلنه یې د مدیترانې په منځنۍ برخه کې د «خطرناک» کډاولۍ له لارې اروپا ته د رسیدو په هڅه کې مړه شوي دي.