شمالي کوریا د سویلي کوریا مشروط اقتصادي مرستې وړاندیز رد کړ.

شمالي کوریا : هیڅکله به هم د سویلي کوریا پلانونو ته غاړه کینږدو

1869902
شمالي کوریا د سویلي کوریا مشروط اقتصادي مرستې وړاندیز رد کړ.

شمالي کوریا د سویلي کوریا مشروط اقتصادي مرستې وړاندیز رد کړ.

د سویلي کوریا  شمالي کوریا ته  "د اټومي بې وسلې کولو ګامونو په بدل کې" اقتصادي مرستې او ددې هیواد پر وړاندې د نړۍوالو دروازو د پرانیستو وړاندیز کړی وو چې د شمالي کوریا لخوا رد شو.

د سویلي کوریا خبري اژانس یونهاپ  د شمالي کوریا د مرکزي خبري اژانس  له  قوله ویلي دي چې شمالي کوریا د سویلي کوریا وړاندیز رد کړ.

په خبر کې راغلي دي چې ، د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ د سویلي کوریا د بې وسلې کولو په صورت کې د اقتصادي پلوه د دوی سره د مرستې وړاندیز په اړه ارزونه وکړه.

کیم یو جونګ چې  د بین الکوریايي  اړیکو مسؤله هم ده ، د سویلي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د ادارې پلان نه يي  "بې عقلۍ اوج" په توګه یادونه وکړه.

هغې د  دې په یادولو سره وویل  چې  په تیرو وختونو کې ورته پلانونه شتون درلود ، دوی به هیڅکله د سویل "زړه پورې هڅه او پلان " ونه مني.

د سویلي  کوریا ولسمشر یون سوک یول لنډه موده مخکې  شمالي کوریا ته د اټومي وسلو نه د ټاپو د پاکولو په برخه کې د کوټلو ګامونو د اوچتولو په بدل کې د اقتصادي مرستې وړاندیز وکړ.

 د سویلي کوریا ولسمشر وروسته د هغه شمالي کوریا ته  د ډیپلوماسۍ  او اقتصادي مرستې وړاندیز وکړ چې شمالي کوریا له لویدیځ ساحلي ښارګوټي څخه سمندر ته دوه توغندي وتوغول شول.



اړوند خبرونه