د جي ۷ هیوادونو او اروپايي ټولنې پر روسیې د زاپوریژیا اټومي بټۍ اوکراین ته د سپارولو غږ کړی
د جي ۷ هیوادونو او اروپايي ټولنې پر روسیې غږ وکړ چې هر څه د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې دوې نیولې ده اوکراین ته وسپاري.
د جي ۷ هیوادونو او اروپايي ټولنې پر روسیې غږ وکړ چې هر څه د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې دوې نیولې ده اوکراین ته وسپاري.
د G7 هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې فرانسې، کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، انګلستان، امریکا متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې ویلي چې دوی روسیه غندي چې د فبروری د ۲۴ مې نیټې راهیسې د اوکراین په وړاندې جګړه کوي.
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، "روسیه باید هر څه ژر د اوکراین له خاورې چې د نړۍوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوې ده خپل ځواکونه وباسي او د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي."
په بیان کې ټینګار شوي چې د زاپوریژیا په اټومي بټۍ روسیې کنټرول سیمه له خطر سره مخامخ کوي.
"روسیه باید سمدستي د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ ټول کنټرول او ټول اټومي فعالیتونه د اوکراین خپلواکه دولت ته وسپاري. د زاپوریژیا اټومي بټۍ کارکوونکي اوکرایني مسئولین باید پرته له ګواښ او فشار څخه خپلې دندې ترسره کړي او خپلو دندو ته راستانه شي.
په ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د اوکراین د اټومي تاسیساتو نیول یوه اتومي پېښه، د اوکراین د خلکو لپاره خطر، د شاوخوا هېوادونو او نړیوالې ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کړی دی.
په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې روسیې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د څارنې کار او فعالیتونه چې د اوکراین د سوله ایز اټومي فعالیتونو څارنه کوي د خنډ سره مخامخ کړي دي. همداشان دوی په اوکراین کې د اټومي امنیت او امنیت د ټینګښت لپاره د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان د رئیس رافایل ماریانو ګروسي د هڅو ملاتړ کوي.
په ګډه اعلامیه کې د اټومي انرژۍ د نړۍوال سازمان د مسئولینو لپاره د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره د اسانتیاوې رامنځته کولو غوښتنه شوې .