د روسیې د دفاع وزارت ددې هیواد د سترې جنګي بیړۍ د ډوبیدو نه خبر ورکړ.
په توره بحیره کې د روسیې ستره جنګي کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه
د روسیې د دفاع وزارت ددې هیواد د سترې جنګي بیړۍ د ډوبیدو نه خبر ورکړ.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي د مسکو په نامه ددې هیواد ستره جنګي کښتۍ چې د چارشنبې ورځې په ناوخته ساعتونو کې پکې چاودنه شوې وه بندر ته د انتقالولو پر مهال په سمندر کې ډوبه شوې ده .
د بله پلوه اوکراین بیا په توره بحیره کې د مسکو په نامه د روسیې د سمندري ځواکونو د سترې جنګي بیړۍ د ویشتو نه خبر ورکړی وو. روسیې دفاع وزارت بیا ویلي دي چې کښتۍ کې د مهماتو د چاودنې نه وروسته چاودنه رامنځته شوه چې کښتۍ ته ډیر زیات زیان واړو.
همداشان د روسیې د سمندري ځواکونو لخوا دا کښتۍ بندر ته د انتقال پر مهال پکې د بلې چاودنې د رامنځته کیدو له امله د کښتۍ تل ته زیان ورسید چې په نتیجه کې په اوبو کې ډوبه شوه. همداشان په سیمه کې د قوي باد له امله رامنخته شوو سمندري څپو کښتۍ په سمندر کې ډوبه کړه.
روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې د دې سترې جنګي کښتۍ ۵۱۰ تنه پرسونل يي ټول روغ رمټ تخلیه کړي او په سیمه کې په نورو کښتیو ویشلي دي.