اوکراین د روسیې د پوځ تلفات اعلان کړل
د اوکراین لوی درستیزوالۍ د فبرورۍ د ۲۴مې او د اپریل د ۱۴مو نیټو ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د اوکراین لوی درستیزوالۍ د فبرورۍ د ۲۴مې او د اپریل د ۱۴مو نیټو ترمنځ د روسیې د پوځ د تلفاتو شمیره اعلان کړه.
د اوکراین لوی درستزوالۍ ویلي دي چې د روسیې پر اوکراین د یرغل او اشغال د پيل راهیسې په اوکراین کې ۱۹۹۰۰ تنه پوځیان ، ۱۶۰ جنګي الوتکې، ۱۴۴ چورلکې، ۷۵۳ ټانکونه د لاسه ورکړي دي.
په بیان کې راغلي دي چې اوکرایني ځواکونو ددې سربیره د روسیې د پوځ ۱۹۶۸ زغره وال ګاډي، ۳۶۶ توپونه، ۱۲۲ د راکټ لانچر سیسټمونه او ۶۴ د هوايي دفاعي سیستونه ي له منځه وړي دي.
همداشان پدې موده کې د روسي ځواکونو ۱۴۳۷ موټرې، ۷ جنګي لویې بېړۍ او سپکې ګړندۍ بېړۍ، ۷۶ د تیلو ټانکران او ۱۳۴ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي.
د ویلو ده چې روسیې په وروستي ځل د مارچ په ۲۵ مه نیټه په اوکراین کې د خپل پوځ ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړې وه.
د روسیې د دفاع وزارت د مارچ په ۲۵ مه نیټه ویلي وو چې په اوکراین د یرغل د پيل نه د مارچ تر ۲۵ مې نیټې پورې ۱۳۲۵ تنه روس پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اوکراین د ماریوپول په ښار کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶۰ تنه اوکرایني پوځیان اسیر نیولي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د نیول شوو جنګي اسیرانو نه ۱۷۶ تنه يي افسران او ۴۷ ښځینه سرتیرې دي.
د ویلو ده چې د روسیې د دفاع وزارت پرون اعلان کړی وو چې په ماریوپول ښار کې ۱۰۲۶ تنه اوکرایني پوځیان په داوطلبانه توګه دوی ته تسلیم شوي دي.