امریکا د کرونا ویروس له امله لګولي سیاحتي بندیزونه ټول ختم کړل
امریکا متحده ایالتونو شل میاشتې وروسته د کرونا ویروس له امله په سیاحت لګولي ټول بندیزونه لرې کړل.
امریکا د کاناډا او مکسیکو پر مخ هم خپلې مځکنې پولې پرانیستې.
امریکا متحده ایالتونو د ټولو هغه مساپرو پر مخ چې د کرونا ویروس دوه ډوزه واکسین يي کړی وي ټول بندیزونه لرې کړل. د ویلو ده چې دا بندیزونه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلد ټرمپ په دوره کې لګول شوي وو.
د کرونا ویروس په اړه د امریکا د نوي طرز العمل له مخې هر هغه څوک چې امریکا ته سفر کوي دې هیواد ته د ننوتو پر مهال باید د کرونا ویروس د واکسین کار په لاس کې ولري. ددې سربیره د مساپرو نه د کرونا ویروس منفي ټسټ چې د ۷۲ ساعتونو نه پرې ډیر وخت نوي تیر شوی غوښتل کیږي.
همداشان د مکسیکو او کاناډا نه د مځکنیو سرحدونو له لارې امریکا ته د سفر کوونکو مساپرو نه بیا یواځې د کرونا ویروس د واکسین کارټ یا مدرک غوښتل کیږي.
د امریکا د هوانوردۍ مسئولینو ویلي دي چې ددې بندیز د لرې کیدو سره سم تمه کیږي چې په ځانګړې توګه د اروپا نه امریکا ته الوتنې ډیرې زیاتې شي.
همداشان د تیر کال په پرتله د امریکا او انګلستان ترمنځه الوتکو رقم ۲۱ سلنه لوړ شوی دی.
همداشان د کاناډا او مکسیکو نه به هم ډیر زیات خلک امریکا ته سفر وکړي.
همداشان د نوي طرز العمل له مخې هغه کسان د کرونا ویروس واکسین کولو قانوني مدرک یا کارت ونلري او امریکا ته د ننوتو هڅه وکړي د سترې نقدي جزا سره به مخ شي. ویل کیږي تر ۳۵ زره امریکايي ډالرو پورې جزا ټاکل شوې ده .
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول