شمالي کوریا یو ځل بیا دوه غبرګ بالستیک توغندي وازمایل
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو وویل چې شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي ازمایلي دي.
د جاپان لومړي وزیر کیشیدا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا دوه نوي بالستیک توغندي ازمایل شوي دي چې پدې پيښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
هغه د سپټمبر د میاشتې راهیسې د شمالي کوریا لخوا د پرله پسې توغندیو ازمایښتونو نه د یوې ډیرې خواشینوونکې پيښې په توګه یادونه وکړه او وویل چې د جاپان وسله والو ځواکونو ته يي د امنیت د ټینګښت او هر ډول احتمالي بیړنیو حالاتو لپاره د پوره چمتوالي د نیولو امر کړی دی.
د بله پلوه د جاپان د کابینې سر سلاکار ویلي دي چې د جاپان د ملګروملتونو سازمان د ملي امنیت شورا د پریکړو سره په ټکر کې د شمالي کوریا لخوا د توغندیو ازمایښتونه په کلکو ټکو غندي.
همداشان د جاپان دفاع وزیر کیشي نوبوو ویلي دي چې د شمالي کوریا لخوا د توغندیو د وروستیو ازمایښتونو په اړه حکومت ته پوره معلومات ورکړي دي.
د جاپان د سواحلو د امنیت قومندانۍ د جاپان کښتیو ته د شمالي کوریا د توغندیو د احتمالي غورځیدو له امله خبرداری ورکړی دی.
د سویلي کوریا لوی درستیز ویلي دي چې د توغندیو نه یو د شمالي کوریا ختیځو څنډو نه د سینپو د سیمې نه د سهار په ۱۰ بجو او ۱۷ دقیقو د سمندر پر لورې توغول شوی دی.
همداشان بل توغندی د یو تحت البحري کښتۍ نه توغول شوی دی.
شمالي کوریا د سپټمبر په ۱۵ نیټه هم دوه لنډ واټنه بالستیک توغندي ازمایلي وو. همداشان د سپټمبر په ۲۸ مه نیټه يي د غږ د سرعت نه چټک هایپرسونیک توغندی وازمایه.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول