په قزاقستان کې د پوځ د مهماتو په ډیپو کې چاودنې څه باندې ۱۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په قزاقستان کې د پوځ د مهماتو په ډیپو کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان پدې پیښه کې ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي. د قزاقستان حکومت ددې پيښې له امله د اګست ۲۹ مه د یکشبنې پر ورځ په هیواد کې ملي ماتم اعلان کړ.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توقایف د نوموړې پیښې په اړه وویل چې پرون د اګست په ۲۶ مه نيټه د هیواد په سویل کې جامبل په ولایت کې یوې پوځي د مهماتو ډیپو کې چاودنه رامنځته شوه چې . د هیواد وسله والو ځواکونو د سرتیرو د ژوند د ژغورلو په ډیر د خپل ځان په بدل کې ستر قهرماني وښوده.
هغه وویل چې ددې پیښې له امله چې زمونږ یو شمیر سرتیرو پکې ژوند د لاسه ورکړی .
د همدې امله د اګست ۲۹ مه نیټه د یکشبنې په ورځ په هیواد کې ملي ماتم اعلانوو.
د ویلو ده چې د اګست په ۲۶ مه نیټه د ماښام د ۷ بجو په شاوخوا کې په یو پوځي د مهماتو په ډیپو کې اورلګیدنه رامنځته شوه چې وروسته ډیپو وچاودید.
د رسمي ارقامو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ډیری د اور وژنې او ژغورنې پرسونل ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان ددې ډیپو په شاوخوا کې میشت ۱۲۰۰ تنه امن سیمو ته تخلیه کړی شول.