امریکا د کابل په هوايي ډګر کې د ترکیې د مرستو نه مننه وکړه
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د کابل د هوايي دګر د امنیت په مسئله کې د مرستې او همکارۍ له امله د ترکیې نه مننه وکړه.
پرایس په ورځنۍ خبري غونډه کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې طالبانو د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په مسئله کې د ترکیې سره لیدنه کړې ده او د ترکیې ته د هوایي ډګر د مدیریت د په غاړه اخیستو وړاندیز کړی دی تاسې پدې اړه څه نظر لرۍ؟ وویل ، پوره باور لرم چې ترکیې ددې بهیر سره ډیره زیاته مرسته کړې ده . هغه وویل چې ترکانو د هوايي ډګر په مسئله کې تر ننه پورې ډیر مهم او ساختاري رول لوبدلی دی.
د امریکا ولسمشر جو بایدن د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پدې مسئله خبرې کړې وې.
همداشان مونږ د کابل په هوايي ډګر کې د ترکیې د رول او مرستو له امله مننه کوم او د هغوې د احسانونو مدیون یو.
د ترکیې ولسمشر ښاغلي اردوغان پدې اړه ځیني مهمې څرګندونې کړي دي .
هغه په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د وضعیت او تخلیې د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.
د طالبانو حکومت د مشروعیت په اړه باید ووایو چې دلته به ټول د هغوې خبرو نه بلکې اجراعاتو ته وګوري. د هغوې عمل ته په کتو سره به پریکړه وکړي. دلته به امریکا د خپلو متحدینو سره په ګډه ګامونه اوچت کړي.
هغه وویل چې د طالبانو سره د نږدې او په دوامداره توګه د تماس په حال کې یو. په سیمه کې بل کوم برید د نه رامنځته کیدو او احتمالي بریدونو د مخنیوي په خاطر ټول امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا پر طالبانو باور لري او که نه؟ وویل، اوس د باور مسئله بلکې د متقابلو ګټو خبره مهمه ده. اوس د ګډ ګټو مسئله شتون لري.