د فرانسې او امریکا ولسمشرانو د افغانستان په مسئلې خبرې وکړې

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن سره  د افغانستان د روان وضعیت او وروستیو تحولاتو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

1694400
د فرانسې او امریکا ولسمشرانو د افغانستان په مسئلې خبرې وکړې

 

د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر ماکرون د امریکا   د ولسمشر بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې خبرو کې دواړو خواوو د طالبانو لخوا  د افغانستان د نیولو نه وروسته د وروستي  وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

په بیان کې راغلي دي چې ماکرون د افغانستان نه د فرانسوي  وګړو، امریکا او نورو متحدینو  افغان همکارانو  او د هغوې د کورنیو  چې  د جدي  ګواښ سره مخامخ دي  د تخلیې او راویستو په برخه کې باید د متحدینو ترمنځه هر څه عاجل او قوي  همکاري  رامنځته شي.

همداشان ماکرون بایدن ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې په افغانستان کې ټول هغه افغانان چې زمونږ ارزښتونو ته درناوی کړی دی او زمونږ د ګټو پر خاطر يي زمونږ سره کار کړی دی او نن ورځ  دفاع ته اړتیا لري  باید یواځې پرینږدو. دا زمونږ د ټولو ګډ مسئولیت دی.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په ځانګړې توګه د جي ۷ سازمان په چوکاټ کې د بشري، سیاسي  او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ د لا پیاوړي  کولو په اړه توافق وکړ.



اړوند خبرونه