په کاناډا کې اصلی با بومي اوسیدونکو مشرانو د خلکو نه د کلیسا سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړه
په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا په روزنتونونو کې د لا درکه شوو ماشومانو د قبرونو د موندل کیدو په اړه غبرګونونه دوام لري
په کاناډا کې د کاتولیک کلیسا په روزنتونونو کې د نوموړي هیواد د اصلي یا بومي اوسیدونکو د سلګونو تنو لا درکه شوو ماشومانو د مړو او ډله ایز قبرونو د موندل کیدو په غبرګون کې ، بومي یا اصلي اوسیدونکو مشرانو د کلیسا سره د اړیکو د قطع کولو پریکړه وکړه.
د کاناډا د اصلي یا بومي اوسیدونکو تر ټولو ستر د ملتونو فدراسیون رئیس بابي کامرون د کاتولیکو مسیحیانو نه کلیسا ته د نه تللو غوښتنه وکړه.
همداشان هغه د کلیسا نه ددوې اړوند د روزنتونونو ټولو اسنادو د کاناډا د خلکو سره د شریکولو او کاتولیک کلیسا مشر پاپ فرانسیس کاناډا ته د راتلو او ددوې په روزنتونونو کې د رامنځته شوو پيښو له امله د کاناډا د اصلي اوسیدونکو نه د بښنې غوښتو غوښتنه وکړه.
همداشان ددې هیواد د اصلي اوسیدونکو د یوې بلې ټولنې مشر فیلیکس توماس هم په خلکو دوې سره د هماهنګۍ او همغږۍ په خاطر د یکشنبې پر ورځو کلیسا ته د نه تلو غږ کړی دی.
هغه وویل چې دا په اصل کې د خلکو د وس او توان نه برابر کړی .
همداشان د یوې بلې ټولنې مشر بایرون لوئیس د کلیسا سره د اړیکو د پرې کولو هر کلی کړی او ویلي دي چې هر کاتولیک مسیحي باید په خپل کور کې پاتې شي او دا کار خپل اخلاقي مسئولیت وګڼي.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال د مې په ۲۹ مه نیټه د کاناډا د برتش کولمبیا په ایالت کې د کاتولیک کلیسا د یو روزنتون په باغچه کې د ۲۱۵ تنو لا درکه شوو ماشومانو ډله ایز قبر وموندل شو.
د ویلو ده چې وروسته په ساسکوچوان ایالت کې هم په دوو روزنتونونو کې د درکه شوو ماشومانو ډله ایز قبرونه وموندل شول.
دې مسئلې پدې هیواد کې ډیر سخت غبرګونونه پارولي دي. د کاناډا اصلي یا بومي اوسیدونکو ددې پیښې نه وروسته د کاتولیک مسیحیانو ځینو کلیساګانو ته اور ورته کړ او ددوې اړوند ځیني هیکلونه يي ونړول.