سریلانکا په هیواد کې په عامه مکانونو او سیمو کې په بورقې اغوستو بندیز ولګو.
د سریلانکا حکومت په هیواد کې په عامه سیمو کې د بورقې په اغوستو او د څه باندې ۱۰۰۰ غیرې قانوني دیني مدرسو د تړولو پریکړه وکړه
د سریلانکا د عامه امنیت وزیر ویلي دي چې په ټولنه کې د برقې اغوستل او یا د مخ پټول په مستقیم ډول د هیواد په ملي امنیت منفي اغیزې کوي.
هغه ددې په ټینګار ویلي دي چې په پخوا وختونو کې مسلمانو ښځو بورقه نده اغوستې. د بورقې اغوستو دود وروسته رامنځته شوی دی. هغه ویلي دي چې په هیواد کې په عامه مکانونو او سیمو کې د بورقې په اغوستو او مخ پټولو باندې د بندیز اړوند حکم لاسلیک کړې دی.
د سریلانکا د ملي امنیت وزیر وویل چې ددې ترڅنګ په هیواد کې غیرې قانوني څه باندې ۱۰۰۰ مدرسې چې د هیواد د پوهنیزو سیاستونو سره په ټکر کې فعالیت کوي او ثبت او راجستر شوي ندي ټولې وتړي.
د ویلو ده چې سریلانکا تیر کال د کرونا ویروس ناروغۍ له امله د ژوند د لاسه ورکوونکو د مړو د سوځولو پریکړه کړې وه چې دې پریکړې د مسلمانانو سخت غبرګون پارولی وو.
همداشان د امریکا او بشري حقونو د سازمانونو لخوا پر سریلانکا باندې د سختو نیوکو نه وروسته د مړو د سوځولو په اړه پریکړه يي لغوه کړې وه.
د ویلو ده چې د سریلانکا ولسمشر هم تیره میاشت په هیواد کې بورقې اغوستو او مخ پټولو د بندیز لګولو نه خبر ورکړی وو.
هغه د بورقې او مخ پټولو نه د هیوادوالو د هویت د تثبت پر وړاندې د ستر خنډ په توګه یادونه کړې وه.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.