ولسمشر اردوغان په سینیګال کې د کال د شخصیت په توګه وټاکل شو
ولسمشر اردوغان د اسلام دښمنۍ پر خلاف د قوي مبارزې له امله په سینیګال کې د کال د شخصیت په توګه وټاکه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا د اسلام او حضرت محمد ص په اړه د څرګندونو پر خلاف د ډیر سخت غبرګون او عظیمې ارادې د ښودولو له امله په سینیګال کې د " کال شخصیت " په توګه وټاکل شو.
په سینیګال کې په اسلامي برخو کې د فعالیتونو سره مشهور د جامرا په نامه ملکي ټولنې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا د اسلام او حضرت محمد ص په اړه د څرګندونو پر خلاف د ډیر سخت غبرګون ښودولو ، ډیر ښه مناسب ځواب ورکولو او د پیاوړې ارادې ښودولو له امله د " کال شخصیت " په توګه ټاکل شوی دی.
په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان د اسلام دښمنو لخوا د اسلام د ستر پيغمبر حضر محمد ص ته د سپکاوي او بریدونو په پر خلاف په ډیر جسارت غبرګون ښودلی او د اسلام او حضرت محمد ص نه په ډیره ښه توګه دفاع کړې ده .
د ماکرون د اسلام دښمنه څرګندونو په مقابل کې په خپل هیواد او اسلامي نړۍ کې د فرانسوي توکو د بایکاټ کولو سره ډیر مهم رول لوبولی دی. هغه تل د مسلمانانو او ټولو مظلمو د حق او حقوقو نه په ډیره ښه توګه دفاع کړې ده .
د سینیګال خلکو د ولسمشر اردوغان نه تل قوي ملاتړ کړی دی چې په همدې چوکاټ کې ولسمشر اردوغان دلته د " کال شخصیت " په توګه وټاکل شو.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.