د امریکا متحده  د خزانې ، تجارت او دفاع پر وزارتونو سایبري بریدونه شوي دي.

په امریکا کې په څو وزارتخانو سایبري بریدونه شوي دي

1544816
د امریکا متحده  د خزانې ، تجارت او دفاع پر وزارتونو سایبري بریدونه شوي دي.

 

ویل کیږي دا پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر سایبري بریدونه وو. د امریکا رسنیو بیا ددې سایبري بریدونو په اړه روسیې ته اشاره کړې ده .

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند د نوموړو سایبري بریدونو په اړه ویلي دي چې « امریکا حکومت د مسئلې په وخامت ډیر ښه پوهیږي. ددې بریدونو له امله د احتمالي ستونزو د تثبیت او د حل په  خاطر به يي لازم ګامونه اوچت شي.

د بله پلوه د امریکا رسنیو ویلي دي چې دا پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر سایبری بریدونه دي.

همداشان امریکایي رسنیو دا بریدونه د روسي هکرانو لخوا د ترسره کیدو ادعا کړې ده .

دا بریدونه د AFT29   په نامه د روس هکرانو د ډلې لخوا ترسره کیدو ادعاء شوې ده . همداشان دې هکرې ډلې د وګړو د شخصي معلوماتو د مخافظت اړوند ځیني امنیتي واسطې هم هک کړي دي. د نوموړو بریدونو په اړه تحقیقات دوام لري. ددې بریدونو نه پدې وروستیو کلونو کې تر ټولو نه د سترو سایبري بریدونو په توګه یادونه شوې ده .

د بله پلوه اسرائیل هم په ۴۰ شرکتونو يي د سایبري بریدونو د ترسره کیدو ادعاء کړې ده.



اړوند خبرونه