د سویلي اسیا په هیوادونو کې د موسمي بارانونو له امله په سلګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په سویلي اسیا کې د موسمي اورښتونو له امله د راوتلو سیلاونو او مځکښویدنو په نتیجه کې د مړو شمیره ۲۲۱ تنو ته لوړه شوه.
د هندوستان د ممبي په ښار کې د موسمي شدیدو بارانونو له امله د راوتلو سیلاونو په نتیجه کې د ۸ تنو نورو مړو د موندل کیدو سره د مړو شمیره ۱۰۱ ته لوړه شوه.
همداشان په نیپال کې د موسمي بارانونو له امله ۱۱۷ تنو او په بنګلادیش کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
چارواکیو ویلي دي چې په نیپال، بنګلادیش او هندوستان کې د موسمي اورښتونو په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله څه باندې یو میلیون تنه بند پاتي شوي دي او په سلګونو زرو تنه د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د هندوستان د چارواکیو په وینا ددې هیواد د عصام په ایالت کې د زورورو اورښتونو په نتیجه کې د برحماپوترا سیند په یو زیات شمیر برخو کې اوښتی دی. همداشان د دې ناورین له امله ددې ایالت د ۳۳ سیمو نه ۲۶ سیمو کې میشت ۳ عشاریه ۶ میلیونه تنه انسانان ډیر سخت اغیزمن شوي دي.
د نیپال د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ټول هیواد کې د جون د ۱۲ مې نیټې نه په اعتبار سره د موسمي بارانونو له امله په رامنځته شوو پيښو کې ۱۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان ۴۷ تنه نور لا درکه شوي دي.
د بنګلادیش د ناورین او مرستو وزارت بیا ویلي دي چې په هیواد کې د سیلاونو له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې یو میلیون تنه په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.