په انګلستان کې د چړې په برید کې ۳ تنه مړه او دوه تنه نور ټپيان شول.
په انګلستان کې په یو پارک کې په ناستو خلکو د چړې برید شوی
د انګلستان د ریدینګ په ښار کې یو تن برید په خلکو د چړې برید وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې په برید کې ۳ تنه مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي برید کوونکی د پولیس لخوا نیول شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې د لومړنیو څیړونو نه ښکاري چې دا برید ترهګری برید ندی .
د ریدینګ د ښار پولیسو ویلي دي چې پيښه د فاربوري ګارډنس په پارک کې رامنځته شوې ده.
عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن چې په لاس کې چړه وه په پارک کې پر ناستو خلکو د چړې سره بریدونه پيل کړل. درې تنه يي په چړو د وهلو نه وروسته په یوې بلې ناستې ډلې برید پیل کړ. یو زیات شمیر کسان يي ټپيان کړل.
سیمې نه د پولیسو سربیره یو زیات شمیر امبولانسونه راورسیدل. همداشان سیمې ته هیلیکوپټر امبولانس هم راورسیدل.
د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال کړی شول.
د پارک دخولي او خروجي دروازې وتړل شوې او د برید کوونکي د نیولو په خاطر عملیات پيل شول.
پولیسو لنډه موده وروسته برید کوونکی ونیول.
د انګلستان رسنیو ویلي دي چې نیول شوی برید کوونکی د لیبیا وګړی دی او کیدای شي چې دا برید د ترهګرۍ سره تړاو ولري خو پولیسو بیا د برید کوونکي د هویت په اړه څه ندي ویلي.
د بله پلوه پولیسو ویلي دي چې برید د ترهګرۍ سره تړاو نلري . د ویلو ده چې په همدې پارک کې د تورپوستو پر ملاتړ مظاهره هم شوې وه.
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانس د پیښې په اړه ویلي دي چې ټول فکر مې ددې پيښې د قربانیانو او ددې پيښې نه اغیزمن شوو کسانو سره دی.
د انګلستان د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاټیل بیا د برید په اړه ژوره انديښنه ښودلې او ویلي دي چې د برید په اړه پراخه تحقیقات پیل شوي دي.
د انګلستان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر بیا ویلي دي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې برید د ترهګرې سره تړاو نلري خو د هر احتمال په خاطر د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د پولیسو سره په ګډه کار کوو. هغه ویلي دي چې دا برید د توکمیز تبعیض د مظاهرې سره هم کوم تړاو نلري.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول