په امریکا کې مظاهرې له سره پیل شوې

په امریکا کې  د پولیسو لخوا د یو بل تورپوستي د وژلو له امله  یو ځل بیا مظاهرې پیل شوي‌ دي.

1435658
په امریکا کې مظاهرې له سره پیل شوې

 

دا ځل د امریکا د اتلانتا په ښار کې پولیس یو تور پوستی په ډزو وواژه چې یو ځل بیا يي مظاهرو ته لار پرانیسته. مظاهره کوونکو د اتلانتا په ښار کې  د توکمیز تبعیض او پولیسو پر خلاف مظاهرې پیل کړي‌ او مظاهرې په تاوتریخوالي‌ بدلې شوي‌ دي.

مظاهره کوونکو په ښار هغه رستورانت چې د پولیسو لخوا پکې تور پوستی په ډزو وژل شوی دی وسوځول شو.

ویل کیږي‌ د جورجیا  د ایالت په مرکز اتلانتا ښار کې یو تن تورپوستي‌ پولیس ته د الکتروشوک تبانچې د اوږدولو سره د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو.

ددې پيښې نه وروسته په سلګونو تنه لارو او سړکانو ته راووتل  او په مظاهرو يي لاس پورې کړ.

د پيښې نه وروسته د اتلانتا د ښار د پولیسو مشر له خپلې دندې استعفا وکړه خو بیا هم مظاهرو دوام وکړ.

په امریکا کې پداسې حال کې د پولیسو لخوا یو تن بل تور پوستی وژل کیږي‌ چې مې په ۲۵ مه نیټه د جورج فلویډ په نامه د تورپوستي‌ د وژل کیدو نه وروسته په ټول هیواد کې پراخه مظاهرې پیل شوې چې څه باندې دوه اونۍ يي دوام وکړ. همداشان د امریکا مظاهرې د نړۍ یو زیات شمیر نورو هیوادونو ته هم وغځیدلې  دي.


پيوندونه: #مظاهرې , #امریکا

اړوند خبرونه