ترکیې په سویلي قبرس کې په جومات ترسهر شوی برید په کلکو ټکو وغنده
په سویلي قبرس کې په تاریخي جومات د بوتلي بمونو برید شوی
ترکیې په سویلي قبرس کې په جومات ترسره شوی برید په کلکو ټکو وغنده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره د سویلي قبرس د لیماسول په ښار کې د کوپرولو حاجي ابراهیم اغا په جومات د بوتلي بم سره ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندلی دی.
په بیان کې راغلي دي چې " د عبادت د ازادیو او عبادت خانو او سپیڅلو مکانونو د امنیت او حفاظت د مسئولیت په چوکاټ کې د سویلي قبرس اداره باید هر څه ژر لازم تدابیر ونیسي او په جومات د ترسره شوي برید فاعلین ونیسي. د اسلام ضد اقدامات او څرګندونې د قبرس د مسئلې د حل په اړه روانو هلو ځلو سره مرسته نکوي. دا خبره باید هیره نشي چې ډول بریدونه یواځې په مسلمانانو نه بلکې د ټول بشریت لپاره ستر تهدید دی. ترکیه د کوپرولو ابراهیم اغا په جومات د بوتلی بم سره ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندي."
د بله پلوه د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای د نوموړي برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې " د قبرس په سویلي برخه کې د لیماسول په ښار کې د کوپرولو ابراهیم اغا په تاریخي جومات ترسره شوی برید په کلکه توګه غندم او لعنت پرې وایم. د سویلي قبرس ادارې دې ددې ډول بریدونو په مقابل کې په صمیمي ډول غبرګون ښودلو او ددې پست برید د فاعلینو هر څه ژر نیول او د خپلو اعمالو په سزا رسولو بلنه ورکوم. د ترکیې په توګه د هر ډول شدت په مقابل کې دریدو ته دوام ورکوو."
د شمالي قبرس ترک جمهوریت د دیني چارو ریاست د معلوماتو له مخې د لیماسول په ښار کې د دیني چارو د ریاست اړوند د کوپرولو ابراهیم اغا په تاریخي جومات تیره ورځ د درې بوتلي بمونو برید شوی او د جومات په دیوارونو کې د کډوالو او مسلمانانو ضد لیکنې شوي دي.
اړوند خبرونه
په هالنډ کې د اسلام په اړه د خلکو لیوالتیا ډیره شوې
په هالنډ کې په زرګونو تنو د هالنډي ترجمې سره قرانکریم وویشل شول