ټرمپ چین د کرونا ویروس په جوړولو رسما تورن کړ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کرونا ویروس په اړه یوه ډیره جدي ادعا وکړه.
ټرمپ وویل چې د کرونا ویروس د چین د ووهان په ښار کې په لابراتوار کې جوړ شوی دی او پدې اړه شواهد لري.هغه ویلي دي دا ویروس د چین د ووهان په ښار کې په لابراتوار کې د جوړیدو شواهد يي لیدلي دي خو دم ګړۍ نه غواړي چې دا شواهد د ټولو سره شریک کړي.
ټرمپ دا ادعا په سپینه ماڼۍ کې د زړو خلکو نه د حفاظت د لیک لاندې د جوړې شوې غونډې پر مهال د پوښتنو په ځواب کې وکړه.
د امریکا ولسمشر د هغه ادعاګانو په اړه چې ګواکې د کرونا ویروس د چین د ووهان په ښار کې په لابراتوار کې جوړ شوی دی د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې دا ویروس د چین د ووهان د ویرولوژۍ انیستیتیوت لخوا جوړ شوی دی ، ایا ستاسې په نظر کې دا ادعا حقیقت لري او یا پدې اړه تاسې کوم شواهد لیدلي دي؟ وویل " هو پدې اړه ما شواهد لیدلي دي او موجود دي"
ټرمپ ددې ادعا نه وروسته د خبریالانو د پر له پسې پوښتنو په ځواب کې وویل چې دا لا معلومه نده چې چین دا ویروس په قصدي ډول خپور کړی او که په غلطۍ کې ترینه خپور شوی دی . خو ددې خبرې د معلومولو په خاطر تحقیقات دوام لري.
ټرمپ وویل چې پدې اړه نشي کولای چې لا زیات جزیات وړاندې کړي.